چين وايي دوهم اقتصادي ځواک شو

چين
Image caption چين په 2007 کال د جرمني نه په مخکې کيدو د نړۍ دريم ستر اقتصاد شو.

په بيجينګ کې يوه لوړ پوړي چارواکي ويلي چې اوس چين په اقتصادي دګړ کې تر جاپانه مخکې شوی او د نړی دوهم ستر اقتصادي ځواک شوی دی.

دغه دعوه د چين د تنظيمونې ادارې مشر يې کانګ په هغو څرګندونو کې کړي دي چې پر يوه حکومتي ويب پاڼه خپرې شوي.

دا ښايي د پياوړي اقتصادي ځواک پر لور د چين د د مخ پر وړاندې تګ ګام وي. دا خبره په عمومي ډول منل شوې چې چين د دوهم ستر اقتصادي ځواک په توګه نژدې له جاپانه مخکې دی.

نو ښايي ډير لږ اقتصد پوهان به ددغه اعدا سره چې د چين د بهرنيو پيسو د تنظيمونې ادارې مشر کړي مخالفت وکړي چې ريښتيا هم دا ځانګړی وخت را رسيدلی دی.

خو لا تر اوسه نه د نوو شميرو او نه هم د پيسو د نړيوالو صندق يا له نړيوال بانک ددغو اعداوو پخلی کړی دی.

خو بيا هم د چين د غوړيدا خبره د پام وړ ده. ددغه هيواد اقتصاد له تيرو دریو لسيزو را هيسې په کال کې 10 سلنه وده کړې چې دغه هيواد يې له بې وزلۍ څخه ايستلی دی.

چين په 2005 کال تر فرانسې او برتانيا نه په مخکې کيدو د نړۍ څلورم ستر اقتصاد شو او په 2007 کال کې يې بيا له جرمني نه په مخکې کيدو دريم ځای ونيو.

د نړيوال بانک او نورو ادارو په وينا به چين د 2025 کال په شاوخوا کې د امريکا نه په مخکې کيدو د نړی تر ټولو ستر اقتصاد شي.

خو د چين د وکړو د ستر شمير له مخې به بيا خبره بيله وي. د هر کس پر سر د عايد له مخې به چين بيا هم له منل شو صنعتي ځواکونو څخه خورا بې وزلی وي.

دغه ښاعلي ينکانک چې دا وروستۍ څرګندونې يې کړي دي وايي چين به بيا هم يو پرمختيايي هيواد پاته کيږي. دی باور لري چې لا تر اوسه ددې وخت نه دی را رسيدلی چې يوان دې یو مخور نړيوال پولي واحد شي.