اسراييلي الوتکو پر غزې بیا برید وکړ

پر غزې اسراييلي برید
Image caption اسرايلي جنګي الوتکو د غزې په جنوبي رفح ښار کې پر تونلونو نور بریدونه هم کړي، خو څوک نه دي پکې خوږ شوي.

اسراييلو ویلي چې د سدیروت پر ښار له غزې تراډې نه د توغول شوي توغندي په غبرګون کې يې د غزې پر تونلونو توغندي ويشتلي دي.

خو فلسطيني سرچینو ویلي د خان یونس په ختيځ عبسان سیمه کې اسراييلو يوه خالي سيمه په نښه کړې، چې له امله يې يو فلسطينی وګړی ټپي شوی دی.

د فلسطين روغتیايي سرچينو د ټپي شوي فلسطيني حالت د اندېښنې وړ نه دی بللی او وايي چې په خان یونس کې د ناصر روغتون ته لېږدول شوی.

اسرايلي جنګي الوتکو د غزې په جنوبي رفح ښار کې پر تونلونو نور بریدونه هم کړي، خو څوک نه دي پکې خوږ شوي.

اسراییلو ویلی دغه تونلونه له مصر نه غزې ته د وسلې د قاچاق لپار کارول کېږي.

د اسراييلو د پوځ ویاند ویلي پوځ يې دوه ځلې دغه تونلونه په نښه کړي، دا ځکه چې په وينا يې "له مصر نه د دغو تونلونو له لارې غزې ته وسلې لېږدول کېږي."، خو نور جزییات يې نه دي ورکړي.

سرچينه وايي تېره ورځ دوو فلسطينيانو د غزې له ترادې نه پر اسراييلو دوه توغندي توغولي، چې چاته يې مرګ ژوبله نه ده اړولې.

تېره ورځ هم اسراییلو د غزې پر تراډه برید وکړ، چې لږترلږه یو تن پکې وژل ووژل شو او اته نور ټپيان شول.

عيني شاهدانو او طبي سرچينو ویلي و، برید د حماس ډلې د عزالدین القسام ډلې پر اهدافو کړی.

د حماس ګوند اړوندې جنګيالي عزالدین القسام جنګي ډلې ويلي وژل شوی د دوی یو غړی دی.

الوتکو د حماس ډلې يو شمېر مقامات په نښه کړي، خو کوم جګپوړی چارواکی پکې نه دی وژل شوی.

وژل شوی عیسی مطران د عزالدین القسام ډلې يو تکړه جنګیالی و.

ورته مطالب