د ويکيليکس له لوري د رازونو د خپراوي يوه اونۍ پوره شوه

ويکيليکس
Image caption پر ويکي ليکس وېبپاڼې اوس داسې ناپېژندلي تړلي فايلونه هم راڅرگند شوي چې له ويکي ليکس بهر يې څوک پر محتوا نه پوهېږي.

د افغانستان پر جگړې د ويلکي ليکس وېبپاڼې له خوا د امريکا د لسگونو زرو پټو پوځي اسنادو د خپرېدو يوه اوونۍ پوره شوه.

د ويکي ليکس تر برسېره کېدنو يوه اوونۍ وروسته هم د هغې پر امنيتي عواقبو لا خبرې او بحثونه روان دي.

د لانجې يوه برخه داده چې د رازونو د برسېره کېدونکي پيژندگلوي لا هم هماغسې د اسرارو په پرده کې نغښتې پاتې ده.

د امريکا دفاع وزارت ( پنټاگون ) منلې چې يو امريکايي پوځي چې ويکي ليکس ته د مخکنۍ برسېره کېدنې پر شک تر نظارت لاندې دی، دوى ته پر دې تړاو "د پام وړ" برېښي.

خو پوښتنې پر دې راپورته شوي چې ايا يوازې يو کس په رازونو کې دا دومره لوى سورى جوړولى شي؟

که خبره هر څه وي، دې قضيې پنټاگون، امريکايي استخباراتو اوټولو حکومتي وزارتونو او ان هغو لويو ادارو او موسسو ته پوښتنې را ولاړې کړي چې د کمپيوټرونو سره نښتې شبکې کاروي.

دا هم ويل شوي چې ښايي دا برسېره کېدنه د هغې هڅې نتېجه وي چې د سپټمبر تر يوولسمې وروسته د امريکايي استخباراتو د لا اغېزناکې گډونې لپاره پيل شوه او هدف يې دا و چې په استخباراتي معلوماتو کې د مخکنيو نيمگړتياوو مخه ونيول شي.

ډېری امنيتي کارپوهانو پر هغه مهال گواښنه درلوده چې ښايي په دې سره د رازونو ساتل نور هم گران شي.

له بلې خوا پر ويکي ليکس وېبپاڼې اوس داسې ناپېژندلي تړلي فايلونه هم راڅرگند شوي چې له ويکي ليکس بهر يې څوک پر محتوا نه پوهېږي.

گونگوسي دادي چې ښايي په دغو فايلو کې نور اسناد په دې هيله پټ پراته وي چې که امريکايي يا نورو چارواکو د ويکي ليکس او يا د هغې د بنسټ اېښودونکي پر ضد گام پورته کړ، رابرسېره شي.