په مکه مکرمه کې د نړۍ تر ټولو لوی ساعت جوړېږي

د مکې ساعت
Image caption د دغه جوړېدونکي ساعت دا عکس د تېر جولای پر ۱۳مه اخیستل شوی، چې د روان اګست تر نیمايي پورې به بشپړ شي.

ټاکل شوې چې د روانې 'اګست' میاشتې تر نيمايي پورې په مکه مکرمه کې د نړۍ تر ټولو لوی ساعت جوړ شي.

د دغه ساعت تر بشپړېدو وروسته به دا ساعت پوره درې میاشتې وروسته په ګرځېدا پيل کوي.

د سعودي عربستان خبري اژانس ويلي دا څلی غوندې ساعت به پوره څلويښت متره لوړ او له ځمکې څخه ۴۰۰ متره لوړ وي، چې له مکې شاوخوا اته کیلومتره ليرې به له ورايه ښکاري.

د دغه ساعت ټول ټال لوړوالی تر ۶‍۰۱ مترو پورې رسېږي.

دا ساعت له څلورو څنډو او مورګو جوړېږي، چې د مخکنۍ (امامي) او شاتنۍ (خلفي) څنډو اندازه به يې ۴۳ په ۴۳ مترو کې وي، خو د دواړو خواو حجم به يې ۴۳ په ۳۹ مترو کې جوړېږي.

د دغه ساعت پر سر به په نړۍ کې د (الله اکبر) تر ټولو لوی توری له ليرې لیدل کېږي، ان تر دې چې د (الله) په توري کې د الف ټکی به له ۲۳ مترو پورې رسېږي، او د هلال د قطر اوږدوالی به ۲۳ متره وي، چې دا به په ګرده نړۍ کې تر ټولو ستر هلال وي.

همدارنګه د ساعت پر دواړو غاړو به د (لا إله إلا الله محمد رسول الله) سپېڅلې کلمه هم ليکل شوې وي.

د دغه ساعت په څلورواړو برنډو کې به زیارت کوونکو يا تماشاچیانو ته ځایونه جوړېږي.

د دغه ساعت ټول وزن به ۳۶ زره ټنو ته رسېږي، چې پر يوه اوسپنيز چوکاټ به نصبېږي او وزن يې نژدې ۱۲ زره ټنه کېږي.

Image caption دا ساعت به له اته کیلومتره ليرې واټن څخه ښکاري.

د دغه ۶۰۰ متره اوږده اوسپنيز هیکل پر جوړولو دا مهال تر ۲۵۰ ډېر مسلمان کاریګر بوخت دي، چې د ساعت د برج پر سر اووه جيکونه لګول شوي، تر څو ساعت ټينګ ونيسي.

د ساعت ثانیه ګر، دقیقه ګر او ساعت ګر په ټوله نړۍ کې د ډېر وزن لرونکي ګڼل شوي، چې د يوه وزن يې ۲۱ ټنه کېږي.

د ساعت مخکنۍ (امامي) برخه له پرمختللي کاربون او له هغو توکو جوړېږي، چې دا مهال عصري الوتکې ترې جوړېږي، او د هوا او لمر د هر راز حالاتو پر وړاندې به مقاومت کوي.

د ساعت مخکنۍ برخه د ګوګړ له ۹۸ میلیون ټوټو او رنګه ښيښو څخه جوړېږي.

په دغه ساعت کې د دقیقه ګر اوږدوالی ۲۲ متره دی، او د ساعت ګر اوږدوالی بیا ۱۷ متره دي، چې د هر عقرب وزن شپږ ټنه او له کاربون فایبر څخه جوړ شوی.

ورته مطالب