پاکستان: "ناټو باید د پولې ټينګولو ته ډېر پام وکړي‌"

طارق خان
Image caption طارق خان ناټو ته خواست کړی چې "که چېرې شمالي وزيرستان د ستونزو مور وي، نو ناټو د دې پرځای چې په کندهار کې پرته ده، ولې د پولې ستونزه نه هواروي.؟ "

پاکستاني پوځي چارواکو د شمالي اتلانتیک له تړون (ناټو) څخه غوښتي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ ګډې پولې ته خپل پام لاپسې زيات کړي.

د پاکستان يوه جګپوړي پوځي چارواکي له بي بي سي سره پر پاکستان د امریکا او برتانیا د دباو راوړلو په تړاو په خبرو کې ويلي، د ټولو ناامینو پړه باید يوازې پر پاکستان وانه چول شي.

جنرال طارق خان وویل"شمالي وزیرستان يوه کړکېچنه سیمه ده، خو پاکستاني ځواکونه کولی شي چې هلته کړکېچ په مناسبه طریقه او پرخپل وخت له منځه يوسي. "

طارق خان ناټو ته خواست کړی چې "که چېرې شمالي وزيرستان د ستونزو مور وي، نو ناټو د دې پرځای چې په کندهار کې پرته ده، ولې د پولې ستونزه نه هواروي.؟ "

دغه پاکستاني چارواکي ويلي دا مهال په افغانستان کې تر ۴۰۹ ډېر هېوادونه په جګړه بوخت دي، په داسې حال کې چې له پولې دېخوا، يوازې يو هېواد – پاکستان – د ترهګرۍ ضد جګړې ته مټې رابډوهلې دي. "

نوموړی وايي پاکستان پر خپله ګډه پوله خپل امنیتي مرکزونه څلور برابره زيات کړي دي.

د نوموړي په خبره "که نور د پولې د ساتلو لپاره راپاڅي، موږ به تر خپله وسه د دوی په پرتله دوه برابره هڅه کوو، چې پوله ټينګه کړو. "

امریکا او برتانیا اندېښنه لري چې ګني د پاکستان شمالي وزيرستان په سیمه کې د نامنیو د راټوکېدا مرکز دی.

دوی وايي چې هلته د حقاني د شبکې جنګي مشران د بریدونو پلانونه جوړوي او پټنځايونه لري.

تېره اوونۍ د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداي اورپا ته تر خپل سفر وړاندې ويلي وو چې په افغانستان کې نړیواله ټولنه او امریکا د جګړې د بایللو په درشل کې ده.

نوموړي ويلي وو "امریکا او متحدین يې د عامو افغانانو د ذهنونو او زړونو په ګټلو ونه توانېدل، همدا ده چې دا جګړه به د امریکا په زیان تمامېږي."

Image caption مخکې د پاکستان ولسمشر ويلي وو چې امریکا او متحدین يې د افغانستان د جګړې په ګټلو کې پاتې راغلي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو يوه جګپوړي چارواکي ويلي د وسله والو طالبانو مشر ملامحمد عمر د پاکستان په کوټه او يا کراچۍ ښار کې ژوند کوي.

دغه چارواکي چې د خپل نوم له اخستو يې ډډه کوله، دا رد کړه چې گواکې ملا محمد عمر په افغانستان کې دننه د جنگېدونکو وسلوالو طالبانو مشري کوي.

هغه وويل د طالبانو مشران له پاکستانه د طالبانو مشري کوي.

که څه هم پاکستان د ناټو دې څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي وو چې د القاعدې او طالبانو مشران اسامه بن لادن او ملامحمد عمر په پاکستان کې نشته.

ورته مطالب