زرداري: د پاکستان او برتانیا اړيکي نه ماتېدونکې دي

زرداري او کامیرون
Image caption زرداري: ''لومړي وزیر کامرون ډاډ راکړ چې د اروپايي ټولنې په وړاندې به د پاکستان د دریځ ملاتړ کوي''

وروسته له هغه چې د برتانيا لومړي وزير ډېوېډ کاميرون په خپله دې خبره پاکستان ډېر په غوسه کړ، چې ويلی وو په دغه هېواد کې ځينې اړخونه ترهګری صادروي، اوس ښاغلي کامرون او د پاکستان ولسمشر اصف علی زرداري ټينګار وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکي نه ماتېدونکی دي.

وروسته له هغه چې له لندن بهر د لومړي وزير په چېکرز کليوالي استوګنځي يې سره وکتل، دواړو مشرانو وويل دوی په دې سلا کړې چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې خپله همکاري نوره هم پياوړې کړي.

خو ولسمشر زرداري په پاکستان کې د خلکو له پراخو نيوکو سره مخامخ دی.

ډېرې دا پوښتنه راپورته کوي، په داسې وخت کې چې په ميلينونو پاکستانيان د ويجاړونکيو سېلابونو له امله بې کوره شوي دي ، دی ولې اروپايي سفر ته دوام ورکوي.

وروسته تر جدي لفظي شخړې د دواړو هېوادونو مشرانو سره ولیدل ، ولسمشر زداري او لومړي وزیر کامرون یوه هم د تېرو څرګندونو په اړه چې ویلي یې و د سخت دریزو په وړاندې ماتیږي څه ونه ویل.

خو ددوی تر خبرو وروسته فضا آرامه معلومېده.

د برتانیا لومړي وزیر ډېوېډ کامرون او د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري پر دې سره سلا شول چې اسلام پاله وسله والو پر ضد جګړې کې به همکاري لا سره ټینګوي.

دوی وايي د دواړو هېوادونو اړیکې د علاقې وړ موضوعاتو په شریکولو او باور ولاړې دي.

ښاغلي زرداري د پاکستان له سیلاب ځپلو خلکو سره د بریتانیا د مرستو له امله له لومړي وزیر کامرون مننه وکړه:

''زه د بریتانیا له خلکو په تېره بیا د لومړي وزیر کامرون د مېلمه پالنې، او د هغو ستونزو په اړه چې موږ یې په پاکستان کې لرو د پوهاوي له امله مننه کوم.

زه له بریتانیا او لومړي وزیر څخه د پاکستان د سېلاب ځپلو خلکو د ملاتړ له امله مننه کوم.

زه هیله لرم چې بریتانیا له پاکستان څخه په نړیواله کچه ملاتړ وکړي،چې وکولای شو زیاته سوداګري سره وکړای شو، موږ پر خپل ځان بسیا کېدای شو. لومړي وزیر کامرون ډاډ راکړ چې د اروپايي ټولنې په وړاندې به د پاکستان د دریځ ملاتړ کوي.''

لومړي وزیر دیوید کامرون وویل:

''زموږ تر ټولو مهمې خبرې د ستراتیژیکو همکاریو وې چې څنګه کولای شو دا همکاري لا سره ژوره او ټینګه کړو. تر څو ډاډ حاصل کړو د ټولو هغو مسلو شاهدان واوسو چې موږ غواړو رسیده ګي ورته وشي ، که هغه سوداګریزې، ښوونیزې موضوع ګانې او یا د ترهګرۍ پر ضد حیاتي مسله وي.''

بل خوا نن په برمنګهم ګې د یوې غونډې د جوړېدو له پاره تیارۍ روانې دي، او ټاکل شوې چې ښاغلی زرداري خپلو پلویانو ته وینا وکړي.

خو پر ولسمشر داسې تورونه هم دي چې د ملي ګټو په پرتله خپلو شخصي چارو ته غوره والی ورکوي ځکه هېواد یې د سېلابونو له ناوریونو سره مخامخ دی.

ورته مطالب