ایران د 'بهائيانو' ۷ مشران په ۲۰ کاله بند محکوم کړل

بهايي زیارت
Image caption بهايي مذهب د حسین علي چې پر "بهاء" يې هم شهرت درلود، او د نبوت ادعا يې کړې وه، په لاس رامنځ ته شوی، چې وايي اسلامي شریعت نور منسوخ شوی دی.

له ایران څخه په راپورونو کې راغلي چې په دغه هېواد کې د بهايي ټولنې اووه تنه لوړپوړي مشران هر یو په شلو کلونو بند محکوم شوي دي.

پر دغو کسانو تور لګول شوی چې د اسلام ضد فعالیتونه او جاسوسي یې کوله.

خو د بهاییانو د ټولنې پلویان وايي د دوی پر مشرانو لګول شوي تورونه بې بنسټه دي.

د 'بهائي' ټولنې غړي وايي په ایران کې ددوی د زورونې دا وروستی مثال دی.

د دوی په وړاندې چلند په ځانګړې توګه واک ته د ولسمشر احمدي نژاد تر رسېدو را په دېخوا نور هم خراب شوی دی.

چارواکي په ایران کې دا طریقه مشروع نه ګڼي او وايي د اسلام په اړه د دوی مفکوره کفري ده.

د بهايي ټولنې دغه اووه تنه جګپوړي غړي دوه کاله مخکې نیول شوي و.

پر دوی تور دی چې د ایران د امنیت پر ضد چارې پر مخ بیایي، اسلامي ضد فعالیتونه او جاسوسي کوي.

په ژنیو کې د ملګرو متلونو په اداره کې د بهايي ډلې یوې استازې دغه تورونه بې بنسټه بللي دي.

دغې استازې وویل په ایران کې د بهايي ټولنې سره اوسنی چلند ، ددغې ټولنې د ټولو غړو حالت څرګندوي.

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې شرین عبادي هم پر دغې موضوع کار کوي.

مېرمن عبادي د محکمې حکم سیاسي بللی او وايي ددغه حکم د لغوه کولو ، او تورنو کسانو د خوشې کولو غوښتنه به وکړي.

Image caption میرزا حسین بهاء په ۱۲۳۳ هـ کال د ایران د "مازندران" په نور نامه کلي کې زيږېدلی دی.

وړاندې تر دې د بهايي ډلې د لوړپوړو کسانو د نیولو په تړاو د امریکا په ګډون ډېرو هېوادونو نیوکې کړې وې، په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا کنګرې د یوه پریکړه لیک له لارې ددغو کسانو د خوشي کولو غوښتنه هم کړې وه.

شالید

بهايي مذهب د حسین علي چې پر "بهاء" يې هم شهرت درلود، او د نبوت ادعا يې کړې وه، په لاس رامنځ ته شوی، چې وايي اسلامي شریعت نور منسوخ شوی دی.

میرزا حسین بهاء په ۱۲۳۳ هـ کال د ایران د "مازندران" په نور نامه کلي کې زيږېدلی دی.

بهاء د "باب" په نامه د نبوت له يوه ادعا کوونکي سره ولیدل او د هغه تګلاره يې خپله کړه، ان تر هغه چې ومړ.

تر "باب" وروسته بهاء او د هغه ورور "صبح الازل" د باب لاره ونیوه .

بهاء بیا وروسته د نبوت ادعا وکړه، او د باب د نبوت زېری به يې خلکو ته ورکاوه.

په ایران کې د "بابیه" په نامه يو مذهب پيدا شو، چې په پټه به يې دعوت کاوه، خو خلک پرې خبر ول، ان تر دې چې خبره يې د چارواکو تر غوږونو ورسېده.

همدا وو چې ایراني چارواکو "باب" ونیوه او په ۱۸۴۷ م کال يې زندان ته ټېل واهه.

خو د هغه پلویانو زندان ته لاره ومونده چې له هغه سره وګوري او لارښوونې يې تعقیب کړي.

له هغه وروسته بابیه ډلې خپل دعوت په ډاګه کړ، او ان لویې غونډې به يې جوړولې.

دوی د ۱۲۶۴ هجري کال په رجب میاشت کې د ایران د "دشت" په نامه سیمه کې راغونډ شول او د اسلامي شریعت د منسوخولو پرېکړه یې وکړه، دا ځکه چې باب پرې عمل کول لغوه کړي ول.

بهاییانو د ایران د شاه ناصرالدین د ترور دسیسه هم جوړه کړې وه، خو بریالي نه شول، او بهاء د روسیې سفارت ته پناه یووړه، چې روسيې يې هم پوره ملاتړ وکړ.

خو د ایراني چارواکو له زيات ټينګار سره روسيې هغه ایراني چارواکو ته په دې شرط ورکړ، چې نه به اعدامېږي.