اوباما 'نړیوال سوداګریز مرکز' ته څېرمه د جومات جوړېدل تایید کړل

اوباما

اوباما د جومات او اسلامي مرکز له جوړولو سره خپل ملاتړ په سپينه ماڼۍ کې د روژه ماتي پرمهال اعلان کړ.

ولسمشر اوباما په نيویارک دې ۲۰۰۱ د سپتمبر د بریدونو له ځای سره نژدې د مسلمانانو لخوا د جومات او کلتوري مرکز د جوړولو له ناندريز پلان څخه دفاع کړې ده.

د دې پلان مخالفان وايي چې دا ۲۰۰۱ بريدونو کې له ۳۰۰۰ زياتو وژل شوو کسانو ته درناوى نه دى، خو ولسمشر اوباما چې روژه ماتي کې يې خبرې کولې، وويل مسلمانان هم د نورو په څېر ورته حق لري چې ځانته د عبادت ځاى جوړ کړي.

ښاغلي اوباما وویل : "مسلمانان هم د نورو امریکايانو په څېر حق لري، چې خپل ديني ارزښتونه وساتي، چې په دې کې د نيويارک منهاټن په سیمه کې د يوه جومات او اسلامي مرکز جوړول هم راځي. "

نوموړي زياته کړه: "موږ ټول باید په منهاټن کې د جومات جوړولو پلان ته درناوی ولرو، زیرو ځمکه اوس يوه سپېڅلې خاوره ده، خو اجازه راکړﺉ چې په وضاحت ووایم: د یوه امریکايي او د امریکا د ولسمشر په توګه باور لرم چې مسلمانان هم لکه د نورو امریکايي وګړو په څېر حق لري، چې خپل ديني ارزښتونه وپالي. "

نوموړي وویل، د القاعدې ډله له اسلام سره مه پرتله کوﺉ، او د القاعدې مساله "د اسلام مسالې ته نه ده ورته، بلکې دا د اسلام د بدنامۍ يوه دسیسه ده، د القاعدې ډلې مشران دينې مشران نه دي، بلکې هغوی ترهګر دي، خلک وژني، ښځې وژني، ماشومان وژني او په ټوله کې بې ګناه خلک وژني."

د منهاټن په دې سیمه کې د جومات جوړولو تر ټولو لویه مخالفه سارا پالین وه.

نوموړې ويلي وو "پر صفر ځمکه د جومات جوړول به د هر هغه امریکايي پر زړه ګوزار وي، چې د سپتمبر د ۱۱ په بریدونو کې یې دوستان وژل شوي."

  • ټاکل شوې چې په "صفر سیمه" کې د نيویارک د نړیوال سوداګريز مرکز پر ځای د جومات او اسلامي مرکز جوړولو پروزه تر ۲۰۱۳ کال پورې بشپړه شي.
  • ټاکل شوې چې پاتې ودانۍ به ړنګې او پر ځای به يې پلان شوی اسلامي مرکز جوړ شي.
  • د نيويارک ښاروال مایکل بلومبیرګ له خبریالانو سره د نوې پروژې د جوړولو پر سر خبرې کوي.
  • د پخواني نړیوال سوداګريز مرکز ځای
  • د اګست پر درېیمه د دغه مرکز د جوړېدو پرضد یوه غونډه وشوه.
  • مخالفینو ویل چې تر دې وروسته دې په امریکا کې هېڅ کوم جومات جوړولو ته اجازه نه ورکول کېږي
  • د "صفر سیمې" عکس، چې د ۲۰۰۱ د سپتمبر پر ۱۱مه اخیستل شوی و.
  • په "صفر سیمه" کې د ودانیزو چارو عکس، ټاکل شوې چې د "دار قرطبه" په نامه دا جومات او اسلامي مرکز به تر ۲۰۱۳ کال پورې بشپړ شي.

د ویلو ده چې د نيويارک ښاروال مایلک بلومبیرګ د دې پروژې د پلی کولو له سترو ملاتړو څخه و.

همدا راز ګڼتو نيويارک مېشتو یهودي او مسيحي ټولنو هم په دې سیمه کې د جومات او اسلامي مرکز جوړولو ملاتړ کاوه .

خو په سلو کې ۵۳ نيويارک مېشتي وګړي بیا هلته د جومات جوړول نه غواړي.

دغه جومات او اسلامي مرکز چې د "دار قرطبه" نوم ورکړل شوی، ۱۳ پوړه، يو لوی جومات او يوه غټ سالون به ولري.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .