چين کې د مځکښويېدنې د وير ياد

جوچو
Image caption په خپله (جوچو) ښارګوټي کې هم د تېرې اوونۍ مځکې او خټو ښويېدنې ناورين ياد ولمانځل شو.

د يکشنې ورځ په ټول چين کې د ملي ماتم ورځ وه. ماتم د هغو کسانو په مړينه و، چې د چين په وروستيو سېلابونو او هم مځکښويېدنو کې يې ژوند له لاسه ورکړی و.

د مړو شويو شمېر اوس (۱،۲۳۹) ته رسېدلی، په داسې حال کې چې د ژغورنې ډلې لا تر اوسه په دې هلو ځلو بوخت دي چې په ګانسو ولايت کې د تېرې اوونۍ په مځکښويېدنه کې د لاندې شويو خلکو مړي راوباسي.

نور (۵۰۵) لا تر اوسه ورک او په زرګونو لا اوس هم په لنډ مهاله پناه ځايونو کې دي.

Image caption يکشنبې ورځ په ټول چين کې د ماتم ورځ وه.

په پلازمېنه بېجينګ کې په زرګونو خلک راغونډ شوي وو، چې د چين بيرغ د پورته کولو او بيا نيم ځوړنده حالت ته راښکته کولو مراسم وګوري. د شپې له نيمې لږ څه وروسته ډېری چينايي وېبپاڼو خپلې کورپاڼې په تور او سپين رنګ بدلې کړې وې.

د چين د کلتور وزارت سينماګانو ته لارښونه کړې چې فلمونه ونه ښيي، دغه وزارت د (KTV) دسندرو ويلو ځايونو ته امر کړی چې خپلې دروازې وتړي او هم دا چې پر انټرنېټ د ساتېرۍ پروګرامونه وځنډول شي.

د مځکې او خټو ښويېدنې دغه ناورين د تېرې يکشنبې په لومړيو ساعتونو کې د ګانسو ولايت په (جوچو) ښارګوټي کې رامنتځه شو، او نن يې ياد په خپله په دغه ښار او هم د ولايت په مرکزي ښار کې ولمانځل شو.

Image caption ګانسو ولايت د چين په مرکزي برخه کې دی

په چين کې د دغه ډول پراخ ناورين بېلګې کمې دي. په تېر اپرېل کې د (يوشو) ښار د زلزلې ياد او هم دوه کاله مخکې د (سه چوان) ولايت د ويجاوړونکې زلزلې په اړه درې ورځنی ماتم ولمانځل شو.

اوس په (جوچو) ښارګوټي کې چارواکي وايي شاوخوا درې پر څلور کورونو ته برېښنا بيا پيل شوې ده.

د سبزيو پلورنه له ناورين راهيسې يو ځل بيا د لومړي ځل لپاره پر سړکونوليدل کېږي.خو د روغتيا چارواکي وايي د بې کوره شويو لپاره د روغتيا ساتنې او خوديتوب چارې ته لومړيتوب ورکوي، په داسې حال کې چې د څښاک د پاکو اوبو نشتوالي په اړه اندېښنې په زياتېدو دي.

Image caption په (جوچو) ښارګوټي کې چارواکي وايي شاوخوا درې پر څلور کورونو ته برېښنا بيا پيل شوې ده.

د نژدې ټولې تېرې اونۍ په ترڅ کې د چين په مرکزي او لوېديځو سيمو د باران درانه اورښت شړک ناتار و، او د (جوچو) سيمه کې په راتلونکو څو ورځو کې د نور اورښت وړاند وېينه هم شوې ده.

دا چې ډېری ټولګي د لنډمهال لپاره خلکو ته د پناه ځای په توګه کارول کېږي، نو ښوونځي به د رخصتيو په پای ته رسېدو له مخکيني پلان لس ورځې وروسته پرانيستل شي.