ملګري ملتونه پاکستان ته د مرستو چټکتیا غواړي

بان کي مون په پاکستان کې
Image caption بان کي مون ويلي چې د پاکستان له سېلاب ځپلو سره د مرستې د زیاتولو پيغام به ژر د ملګرو ملتونو سازمان ته ورسوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون پاکستان ته د سېلاب ځپلو د لیدو او د مرستو د چټکتیا په موخه هلته رسېدلی دی.

ښاغلي بان کي مون پر نړیوالو غږ وکړ، چې د پاکستان د سېلاب له اغېزمنو سره دې مرستې چټکې کړي.

لومړی ښاغلي مون د پاکستان له لومړي وزير يوسف رضا ګیلاني او ولسمشر اصف علي زرداري سره کتلي دي .

د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل، ډېر ژر به ملګرو ملتونو ته د پاکستان دا پيغام ورسوي، چې دغه هېواد بېړنۍ او چټکې مرستې ته اړتیا لري.

بان کي مون له خبریالانو سره په خبرو کې وویل : "ملګري ملتونه د پاکستان د ولس او حکومت تر څنګ ولاړ دي، او په دې بحراني حالت کې به ارومرو د پاکستان لاسنیوی وکړي. "

ملګروملتونو له غړو هېوادونو څخه د ۴۶۰ میلیون ډالرو مرستې غوښتنه کړې، چې په عاجله توګه دې پاکستان ته ورسول شي.

د پاکستان په سېلاب ځپلو سیمو کې ګڼ کلي، کورونه او کروندې وېجاړې شوې دي.

تېره ورځ پاکستان اعلان وکړ، چې هلته راغلو سېلابونو ۲۰ میلیونه کسان اغېزمن کړي او زیاتې زیربناوې يې ړنګې کړې دي.

پاکستان همدا راز ويلي وو چې نړیوالو له سېلاب ځپلو سره کافي مرسته نه ده کړې.

پاکستان کې ځينو نړیوالو روغتیايي سازمانونو په دې هېواد کې د کولرا ناروغۍ د خپرېدو په اړه اندېښنه ښوولې وه.

ورته مطالب