بان کي مون: د پاکستان سېلابونه "زړه بوږنوونکي" دي

بان کي مون
Image caption ښاغلي بان اعلان وکړ، چې ملګري ملتونه به له خپل بېړني صندوق څخه پاکستان ته نور لس میلیونه ډالر ورکوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون چې د پاکستان سېلاب ځپلو سیمو ته ورغلی، ویلي چې هلته سېلابونو ډېره ویجاړې رامنځ ته کړې ده او دا حالت "زړه بوږنوونکی" دی.

ښاغلي بان کي مون پر نړیوال غږ کړی، چې له پاکستان سره مرستې ګړندۍ کړي.

په پاکستان کې د ځینو اغېزمن شوو سیمو تر لیدو وروسته بان کي مون وویل داسې تباهي یې وړاندې نه ده لیدلې:

"هغه ویجاړي او د خلکو کړاوونه چې نن ما لیدلي، کله به مې هم له یاده ونه وځي، په تېر کې مې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې طبعي ویجاړۍ ليدلې دي، خو په دې ډول ويجاړي نه، د دې ویجاړۍ کچه ډېره لوړه ده. نژدې شل میلیونه وګړي سېلابونو اغېزمن کړي دي.، د ټول هېواد یو پر پنځه برخه د سېلابونو له امله تباه شوې ده. "

ښاغلي بان اعلان وکړ، چې ملګري ملتونه به له خپل بېړني صندوق څخه پاکستان ته نور لس میلیونه ډالر ورکوي.

دې سازمان وړاندې هم پر نړیوالو غږ کړی و، چې د پاکستان له اغېزمن شوو سره د مرستې په توګه د ملګرو ملتونو صندوق ته نژدې نيم ميلیارد ډالر ورکړي.

ښاغلي بان کي مون له پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري سره د هوا له لارې پنجاب کې سېلاب ځپلې سیمې وکتلې.

پنجاب چې د پاکستان د غلو کدو بلل کېږي، اوس يې ډېره برخه تر اوبو لاندې ده.

Image caption د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري چې له ښاغلي بان کي مون سره یې يوځای خبرې کولې، له نړیوالو غوښتنه وکړه، چې د ملګرو ملتونو غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي

تر اوسه ملګرو ملتونو پاکستان ته ۲۷ میلیون ډالر مرسته ورکړې ده.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري چې له ښاغلي بان کي مون سره یې يوځای خبرې کولې، له نړیوالو غوښتنه وکړه، چې د ملګرو ملتونو غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي:

"پر ټول ملت او نړۍ غږ کوم چې له موږ سره مرسته وکړي، او زموږ د دې ستونزو پرمهال د پاکستان د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو غوښتنې ته غوږ ونیسي."

بل خوا په دې هېواد کې روغتیايي چارواکو اندېښنه ښودلې ، چې د هرې ورځې په تېرېدا سره په سېلاب ځپلو سیمو کې د ناروغیو کچه زیاتېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي هم په دې اړه اندېښنه وښوده، خلک وايي چې ان ځينو ځپل شوو سیمو ته درمل او خواړه لا نه دي رسېدلي.

دغه سېلابونه چې تر دوه اوونیو ډېر وخت یې کېږي، لومړی يې شمال لوېديځې سیمې وځپلې او بیا يې جنوب ته مخه کړه.

نړیوال وجهي صندوق خبرداری ورکړی، پاکستان کې تر ډېره پر بهرنیو مرستو تکیه لري، دا سېلابونه به د اوږدې مودې لپاره د دې هېواد اقتصاد ته ستونزې راوټوکوي.

ورته مطالب