اوباما له خپلې کورنۍ سره د فلوریدا په خلیج کې رخصتي تېروي

بارک اوباما
Image caption اوباما وویل: "د پاکولو د عملیاتو په برکت د خلیج ټولې څندې اوس پاکې، پرانیستې او خوندي دي، همدا ده چې زه، میشل او ساشا به خپله رخصتي دلته تېروو. "

د امریکا ولسمشر بارک اوبامان د فلوريدا ایالت د سمندر په يوه څنډه کې له خپلې کوچنۍ لور سره په اوبو کې لامبي.

نوموړي په دې کار سره امریکایانو ته دا ښيي چې د فلوريدا د سمندر څنډې اوس د لامبو لپاره مناسبې دي، او د مکسیکو په خلیج کې د تېلو د بهېدو لړۍ درول شوې ده.

دا څلورم ځل دی چې ښاغلی اوباما د مکسیکو خلیج هغه ځای ګوري، چې سمندر ته د تېلو د بهېدو لړۍ پکې پيل شوې وه.

سپينې ماڼۍ د ولسمشر اوباما یو داسې انځور خپور کړی، چې د لومړي ځل لپاره په فلوريدا ایالت کې د لامبو په کالیو کې لیدل کېږي، چې له خپلې کوچنۍ لور سره لامبي.

ولسمشر اوباما او د هغه ښځه میشل اوباما له خپلې کمکۍ لور ساشا سره یوځای د فلوريډا ایالت د پاناما سيټي د سمندر غاړې ته تللي، چې له اړوندو چارواکو او ځايي کاریګرو سره خبرې وکړي او د فلوریدا ایالت د ساتېرۍ ځای ته د خلکو پام واړوي.

ښاغلي اوباما هلته په رسېدو سره وویل "د تېلو بهېدل اوس درېدلي، خو دلته د دې لپاره راغلی یم، چې درته ووایم، زموږ دنده پای ته لا نه ده رسېدلې، او هر هغه به کښې ننو، چې دا کار مو پای ته نه وي رسولی."

Image caption ښاغلي اوباما هلته په رسېدو سره وویل "د تېلو بهېدل اوس درېدلي، خو دلته د دې لپاره راغلی یم، چې درته ووایم، زموږ دنده پای ته لا نه ده رسېدلې، او هر هغه به کښې ننو، چې دا کار مو پای ته نه وي رسولی."

بارک اوباما دا هم وویل غواړي چې هلته په تګ سره د خلیجي ساحل ټولو اوسېدونکو ته دا پيغام ورسوي.

ولسمشر اوباما ژمنه وکړه چې د تېلو د بهېدو له امله له اغېزمنو شوو شرکتونو سره به خپل ملاتړ جاري وساتي.

د څارنې دوام

ولسمشر اوباما وویل "د اوبو سطحې ته د ټولو هغو بهېدونکو تېلو مخه به ونیسیو، چې هلته بهېږي او پر ساحل ټول ځایونه به پاک کړو."

نوموړي زیاته کړه: "د پاکولو د عملیاتو په برکت د خلیج ټولې څندې اوس پاکې، پرانیستې او خوندي دي، همدا ده چې زه، میشل او ساشا به خپله رخصتي دلته تېروو. "

اوباما پر خپلو هېوادوالو غږ وکړ، چې د رخصتیو او ساتېریو لپاره دې ښکلي ځای ته ورشي.

د مکسیکو په خلیج کې له اپريل میاشتې راهیسې د تېلو بهېدل پيل شوي.

اوباما له بي پي شرکت نه وغوښتل چې د تېلو د بهېدو له امله له اغېزمنو سره د مرستو عملیات چټک کړي.

وړاندې بي پي اغېزمنو شوو ته شاوخوا ۲۰ میلیون ډالر ورکړي ول.