کابل د پاکستان له سېلاب ځپلو سره ۱ میلیون ډالر مرسته وکړه

پاکستان
Image caption افغان حکومت له پاکستان سره پر داسې مهال د يوه ميليون ډالرو د مرستې اعلان کوي چې په کور د ننه د وروستيو سيلابونو له امله يوشمير زيانمنې شوې کورنۍ بيړنيو مرستو ته اړتيا لري.

افغان حکومت د پاکستان له سيلاب ځپلو کورنيو سره د خواخوږۍ د ښولو په موخه له اسلام آباد سره د يوه ميليون دالرو د مرستې اعلان وکړ.

د افغانستان د دفاع وزارت له لوري څلور څرخې الوتکې ، څلور ټنه دارو درمل او يوشمير ډاکټران هم د پاکستان سيلاب ځپلو سيمو ته استول شوي دي.

په پاکستان کې د وروستيو ورښتونو او سيلابونو له امله سلگونه تنه وژل شوي او شاوخوا ٢٠ ميليونه نور اغيزمن شوي دي.

په پاکستان کې د سيلاب ځپلو کورنيو سره د مرستې په موخه د افغان حکومت له لوري د يوه ميليون ډالرو د مرستې چک د افغانستان د ماليې وزير له لوري په کابل کې د پاکستان سفير ته ورکړل شو.

د ماليې وزير عمر زاخيل وال خبري غونډې ته وويل سره له دې چې افغانستان يو بيوزله هيواد دى او په کور دننه له ورته ستونزو سره مخامخ دى خو بيا هم په پاکستان کې د سيلاب ځپلو کورنيو سره د خواخوږۍ د ښوولو په موخه دغه مرسته کوي.

د ښاغلي زاخيل وال په وينا وړاندې د افغانستان د دفاع وزارت له لوري څلور څرخي الوتکې او څلور ټڼه دالرو درمل هم د پاکستان سيلاب ځپلو سيمو ته استول شوي دي.

د افغانستان د ماليې وزير پر افغان سوداگرو او پانگوالو غږ وکړ چې د پاکستان سيلاب ځپلو سره مرستې وکړي.

Image caption نړيوال بانک پاکستان ته د نهه سوه ميليونه ډالرو پور ورکوي چې د هېواد په تاريخ کې د بدترين سېلاب له امله رامنځته شوې وېجاړۍ پرې ورغوي.

په کابل کې د پاکستان سفير محمد صادق خان د پاکستان په اوسنيو حالاتو کې د افغان حکومت دغه مرستې اغيزمنې وگڼلې او افغانستان يې د نړۍ هغه هيواد وباله چې له سياسي موخو پرته او تر ټولو لومړى يې خپلې مرستې د پاکستان له سيلاب ځپلو ته رسولي دي.

په پاکستان کې د وروستيو وروښتونو او سيلابونو په سلگونه کسان وژلي او ٢٠ ميليونه نور يې زيانمن کړي دي. سيلابونو تر ډيره د پاکستان په خيبر پښتونخوا،سند او پنجاب ايالتونو کې خلکو او عامه تاسيساتو ته زيان ا ړولى چې پکې يوشمير افغان کډوالې کورنۍ هم راځي.

د ملگرو ملتونود کډوالو د راستنولو کمشنرۍ ( يو ان اچ سي آر) وروستۍ شميرې ښيي چې د روان ميلادي مياشتې په لومړيو دوه اونيو کې څه دپاسه ٣٠٠ افغانې کډوالې کورنۍ چې وروستيو سيلابونو ځپلي له پاکستانه بيرته خپلو مينو ته راستانه شوي دي.

افغان حکومت له پاکستان سره پر داسې مهال د يوه ميليون ډالرو د مرستې اعلان کوي چې په کور د ننه د وروستيو سيلابونو له امله يوشمير زيانمنې شوې کورنۍ بيړنيو مرستو ته اړتيا لري.

ورته مطالب