ځانوژونکي په بغداد کې لسگونه وژلي

بغداد
Image caption امريکايي چارواکي يادونه کوي چې تاوتريخوالي په هېڅ ډول هغې کچې ته نژدې شوى هم نه دى چې د بغاوت د ناوړه شپو او ورځو پر مهال و.

د عراق روغتيايي چارواکي وايي په بغداد کې د پوځ د استخدام پر يوه مرکز ځانمرگي بمي بريد تر ٥٠ ډېر ووژل. تر سلو ډېر ټپيان دي.

ځانمرگى په يوازې سر، د هغې گڼې گوڼې منځ ته ورننه وت چې په پوځ کې د منل کېدو لپاره پر ليکه ولاړ وو.

چاودنه پر داسې يوه مهال شوې چې امريکاييان له عراق نه د خپل پراخ جگړه ييز ځواک د ايستلو بشپړېدا ته نژدې کېږي- که څه هم ٥٠ زره پوځيان به يې لا هم له عراقي پوځيانو سره د مرستې لپاره په هغه هيواد کې پاتې وي.

په عراق کې د امريکا د جگړه ييز ماموريت په پايته رسېدو سره يوه خورا مهمه او سمبوليکه شېبه په چټکۍ رارسېدونکې ده. پر داسې يوه مهال، دا ډول قصدي او ويجاړوونکې پېښې تر ډېره بشپړې د اټکل وړ برېښي.

پخپله د چاودنې مهال د هغې ارزښت نور هم ډېر وي، تر ډېره پر دې علت چې د عراقي امنيتي ځواکونو پر وړتيا دا بحثونه لا تودوي چې له امريکاييانو نه د اصلي امنيتي مسووليت منلو ته چمتو دي او که نه.

خو دا پېښه به د امريکا په پلانونو کې بدلون رانه ولي. په دې پورې له سياسي پلوه دننه پر کور، د ولسمشر اوباما لپاره خورا ډېر مسايل غوټه دي.

امريکايي چارواکي يادونه کوي چې تاوتريخوالي په هېڅ ډول هغې کچې ته نژدې شوى هم نه دى چې د بغاوت د ناوړه شپو او ورځو پر مهال و.

Image caption په عراق کې د امريکا د جگړه ييز ماموريت په پايته رسېدو سره يوه خورا مهمه او سمبوليکه شېبه په چټکۍ رارسېدونکې ده.

خو دادى هم بريدونه او هم يې د سر زيانونه بيا مخ په ډېرېدو دي. په داسې حال کې چې امريکايي قوماندانان ټينگار کوي چې د اورپکو ډلو ملا يې ماته کړې، دا هم مني چې د سختو بريدونو وړتيا لا هم په کې پاتې ده.

خو ژروالى به يې څه وي او اغېز به يې څومره وي؟ دا وروستۍ پېښه يوازې پر دې حقيقت ټينگار کوي چې عراق له سياسي، امنيتي او اقتصادي پلوه لا هم تر هغه څه چې د واشنگټن هيله ده ډېر ويجاړ او ماتېدونکى پاتې دى.

له دې سره جوخت يې پر پېښو د اغېز وړتيا هم پر کمېدوه ده. کوم پنځوس زره امريکايي پوځيان چې پاتې کېږي هم ، له رسمي پلوه به يې دنده يوازې مرسته او مشوره وي. خو د امريکا ځانگړي ځواکونه به هم پاتې وي.

اوس نو تر ټولومهمه پوښتنه داده چې د امنيتي حالاتو د لا خرابېدو په صورت کې، دوى تر څومره فشار وروسته وسلې ته بيا لاس کولى شي.

ورته مطالب