نړیوال بانک پاکستان ته ۹۰۰ میلیون ډالر پور ورکوي

پاکستانۍ نجلۍ
Image caption پاکستاني چارواکو ويلي په سېلابونو کې ۲۰۰ کسان مړه شوي او ۲۰ میلیونه نور اغېزمن شوي دي.

نړیوال بانک پاکستان ته د سېلاب ځپلو لپاره 900 میلیون ډالر پور ورکوي.

پاکستاني چارواکي وايي د سېلابونو له امله په دې هېواد کې ۲۰۰۰ کسان مړه شوي او شاوخوا ۲۰ میلیونه نور اغېزمن شوي دي.

ملګري ملتونه وايي پاکستان ته د نړيوالو مرستندويانو له لوري د بېړنيو د پيسو ورکولو چاره سسته روانه ده.

ملګري ملتونه وايي تر اوسه يې يوازې د غوښتل شويو ۴۶۰ ميليونه ډالرو نه يوازې دريمه برخه ترلاسه کړي دي.

د پاکستان سېلابونه په انځورونو کې

دوی داسې انګېري چې پياوړي مرستندويان فکر کوي مرسته شوې پېسې به يې په فساد کې د ښکېلو چارواکو او يا هم وسله والو طالبانو ګوتو ته ولوېږي.

بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شامحمود قریشي بي بي سي ته ويلي سېلاوونو چې د هېواد پنځمه برخه يې لاندې کړې دومره ستره ده چې اسلام اباد يې په يوازې سر تابيا نه شي کولی.

هغه ووېل د پاکستان يوازې پرېښودل به ميليونونه کسان له لوږې سره مخ کړي او اورپکو ته فرصت په لاس ورکړي چې د خلکو له نهيلۍ ګټه واخلي:

(( که موږ ته پام ونه شو ، مرسته راسره ونه شوه نو زه اندېښنه لرم چې په ميليونو کسان به وږي پاتې شي.

زه د يوې وبا د خورېدو اندېښنه لرم ، کولرا او له ناپاکو اوبو سره تړلې ناروغۍ اصلي ننګونه ده. که موږ د ځپل شويو خلکو ستونزې هوارې نه کړو، سمدستي يې مرسته ونه کړو نو هغه خلک چې ورانکاري دي دغلته به د پښې ځای پېدا کړي او موږ دا غواړو چې داسې يوه تشه رامنځته نه شي چې هغوی يې ډکه کړي.))

ورته مطالب