هند د پاکستان له سېلابځپلو سره ۵ میلیون ډالر مرسته کوي

پاکستان
Image caption رپوټونه وايي چې د پاکستان شاوخوا يو پنځه برخه خاوره تر اوبو لاندې ده او شاوخوا ۲۰ میلیونه خلک سېلابونو اغېزمن کړي دي.

پاکستان له سېلاب ځپلو سره د خپل ګاونډي او دښمن هېواد هند پنځه میلیونه ډالره مرسته ومنله او هند ژمنه کړې، چې له سېلاب ځپلو سره به نوره مرسته هم وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر عبدالله هارون ويلي د پاکستان او هند ترمنځ پر اوږدې شخړې د سترګو په پټولو سره پاکستان د هند دې ګام ته هرکلی ویلی دی.

د پاکستان حکومت وايي سوېلي ايالت سيند اوس د ويجاړوونکو سېلابونو له امله سخت ځپل شوی چې دوه نيم ميليونه خلک پکې اغېزمن شوي دي .

د سېلابونو د راتلو نوی خبردار هم ورکول شوی او خلک خوندي ځايونو ته لېږدل شوي دي .

د روغتيا نړيوال سازمان وايي روغتيايي خطرونه د ملاريا او نس ناستې له پراختيا سره په چټکه توګه مخ پر ډېرېدو دي.

له بلې خو شپږ ميليونه پاکستانيان بې کوره شوي او د هېواد يوه پر پېنځو برخو تر اوبو لاندې شوې ده .

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي بي بي سي ته وويل چې لومړيتوبو لا پر خپل حال پاتې دي :

"تر ټولو بېړنۍ اتیا د خلکو ژغورنه او ورته د خوراکي توکو او سرپنا برابرول دي چې دوی له اوبو څخه وساتي چې له امله یې ناروغۍ زېږي. دغه خلکو ته باید دارو درمل ورسول شي او د ا ډاډ باید رامنځ ته شي چې سېلاب ځپلي نور خوندي دي او د اوبو تر وچېدو وروسته خپلو کورونو ته واستول شي. "

رپوټونه وايي هلته نوي ګواښونه رامنځته شوي او ځينې کلي ویجاړ شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د هند سفیر هارديپ پوري ويلي د پنځو میلیونو ډالرو مرسته د ده د هېواد لخوا يوه بېړنۍ مرسته وه چې ټاکل شوې نورې مرستې ته هم ځان چمتو کوي:

"تر کومه چې زموږ په وس کې پوره وي، له سېلاب ځپلو پاکستانیانو سره به مرسته وکړو. موږ د پاکستان له حکومت سره د سېلاب ځپلو په مرستو او د ویجاړیو په بېرته رغونه کې مرستې ته چمتو یو. "

د هند دا وړاندیز داسې مهال منل شوی، چې د هند لومړي وزير منموهن سينګهـ له خپل پاکستاني سیال یوسف رضا ګیلاني سره د تېرې پنجشنبې پر ورځ خبرې وکړې.

له ۲۰۰۸ کال راپدېخوا کله چې پر ممبۍ خونړي بریدونه وشول، د پاکستان او هند ترمنځ اړیکي لا پسې ترينګلي شول.

پاکستان کې تېره میاشت له سختو بارانونو وروسته د دغه هېواد شمال ختيځې سیمې وځپلې او بیا یې جنوب ته مخه کړه.

رپوټونه وايي چې د پاکستان شاوخوا يو پنځه برخه خاوره تر اوبو لاندې ده او شاوخوا ۲۰ میلیونه خلک سېلابونو اغېزمن کړي دي.

چارواکي وايي په دغو سېلابونو کې شاوخوا ۱۶۰۰ کسان وژل شوي دي.

ورته مطالب