فلسطينیان او اسراييل مخامخ خبرې کوي

محمود عباس او نتنیاهو
Image caption دا تر ۲۰ میاشتو وروسته د فلسطين او اسراييل ترمنځ لومړۍ مخامخ خبرې دي.

اسرايلي او فلسطيني مشرانو په راتلونکې مياشت کې د سولې د مخامخ خبرو د پيلېدو لپاره د امريکا بلنه ومنله.

دواړو خواوو وويل چې بشپړو خبرو اترو ته ژمن دي .

د اسرايلو د لومړي وزير وياند وويل خبرې اترې به ستونزمنې وي خو يوه تاريخي جوړ جاړي ته رسېدل شوني دي .

خو د فلسطينانو اورپکه ډله حماس چې د غزې واک يې په لاس کې ده او په دغو خبرو کې به ښکېل نه وي وويل چې د خبرو هېڅ ډول پايلې په رسميت نه پېژني.

په همدې حال کې په لوېديځه غاړه کې فلسطينيان وايي هر ډول خبرې بايد د فلسطنيانو له غوښتنو سره سمې تر سره شي .

سپينې ماڼۍ د اسراييلو او فلسطينيانو ترمنځ مخامخ خبرو ته خوشبيني ښوولې ده.

ټاکل شوې چې د راتلونکې سپتمبر میاشتې په لومړیو کې به د اسراييلو لومړی وزیر په واشنګټن کې له فلسطينيانو سره مخامخ خبرې وکړي.

د ولسمشر اوباما د ترهګرۍ ضد سلاکار جان برینان ویلي د هیلري کلنټن لخوا د خبرو دا اعلان به "یوه لویه" تمه راوټوکوي.

ښاغلی برینان زیاتوي : "ولسمشر اوباما او د هغه اداره تمه لري چې دواړه غاړې پر خپلو خبرو ودرېږي."

د اسرایییلو ولسمشر بنیامین نتنیاهو هم د واشنګټن لخوا د مخامخ خبرو د کوربه توب هرکلی کړی او ویلي دي چې "پرېکړې ته رسېدل ستونزمن دي، خو امکان یې شته."

دی وايي "موږ دې خبرو ته په دې خوشبینه یو چې د دواړو ولسو ترمنځ سوله راشي او د اسراييل د ملي امنیت په ګټه وي."

بل خوا د فلسطينیانو لوی مرکچي صایب عریقات بي بي سي ته ويلي چې د دواړو غاړو ترمنځ دا خبرې باید مثبتې پایلې ولري.

عریقات وویل "اسراییل باید اوس یا خپلو مېشت ځایونو جوړولو نخ دوام ورکړي او یا سولې ته، هیله من یم چې دوی به سوله غوره کړي، او د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو به په سوله کې زموږ شریک شي. "

Image caption آغلې کلنټن ویلي چې ولسمشر اوباما همداراز د مصر ولسمشر حسني مبارک او د اردن پاچا عبدالله هم ورغوښتي دي، چې په وينا یې "زموږ د بریالیتوب لپاره له سولې سره د دوی موافقه ډېره اړینه ده."

عریقات خبرداری ورکړ، که چېرې فلسطينیان نوي مېشت ځايونه پيل کړي، نو فلسطينیان به د راتلونکې میاشتې له مخامخ خبرو څخه په شا شي.

د اوباما غوښتنه

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزيرې هيلري کلنټن ویلي فلسطينیانو او اسراییلو هوکړه وکړه، چې له ۲۰ میاشتو وروسته به د لومړي ځل لپاره مخامخ خبرې کوي.

نوموړې دا څرګندونې د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په يوې خپرې شوې ویناپاڼه کې کړې او زیاتوي چې ولسمشر اوباما د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو او د فلسطيني ادارې مشر محمود عباس واشنګټن ته ورغوښتي "چې د ستونزې د هوارۍ لپاره مخامخ خبرې وکړي."

آغلې کلنټن ویلي چې ولسمشر اوباما همداراز د مصر ولسمشر حسني مبارک او د اردن پاچا عبدالله هم ورغوښتي دي، چې په وينا یې "زموږ د بریالیتوب لپاره له سولې سره د دوی موافقه ډېره اړینه ده."

دا وايي چې اوباما به د سپتمبر له لومړۍ نېټې څخه له دې څلورواړه مشرانو سره وګوري.

د دې خبرو لپاره د منځني ختیځ لپاره د څلورو جرګه ګیو استازی او د برتانیا پخوانی لومړی وزیر توني بلیر هم ورغوښتل شوی دی.

ورته مطالب