پاکستان: له اغېزمنو سره مرستې به اورپکو ته نه رسېږي

Image caption ملګرو ملتونو تېره ورځ اعلان وکړ، چې پاکستان ته یې ۴۵۰ میلیون ډالر مرستې راغونډې کړې دي.

ملګرو ملتونو په يوه تازه غبرګون کې ويلي چې د پاکستان له سېلاب ځپلو سره یې کابو نیمايي بېړنۍ مرستې برابرې کړې دي.

دغه سازمان ويلي چې له یو شمېر مرستندونیه هېوادونو یې غوښتي چې د پاکستان له سېلاب ځپلو سره نورې مرستې وکړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمن ملک ويلي اورپکي له سېلاب ځپلو سره مرستې نه شي ترلاسه کولی.

وړاندې دا اندېښنه وه، چې ښايي اورپکي به له سېلاب ځپلو سره د نړیوال مرستې ترلاسه کړي.

ښاغلي ملک له بي بي سي سره په يوه مرکه کې ویلي "دا توکي اغېزمنو او بې وزله کسانو ته ځانګړي شوي، ډاډه یم چې همدوی ته به رسېږي."

که څه هم پاکستان ډېرې هلې ځلې کوي، چې سېلاب ځپلو ته د نړیوالو کافي مرسته ومومي، خو ویل کېږي چې پاکستان کې اغېزمن کسان د خوړو او پاکو اوبو له نشتوالي سخت کړېږي.

Image caption ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې ښايي درې اعشاریه پنځه میلیونه ماشومان له مرګونو ناروغیو سره مخامخ شي.

رپوټونه وايي په دغه هېواد کې شاوخوا ۷۰۰ زره کسان سم خواړه او پاکې اوبه نه لري.

د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ د دفتر ویاند موریزیو جولیانو رویټرز خبري اژانس ته ويلي "مرستندویه هېواونو ته د ناورین له امله د اغېزمن شوو کسانو شمېر مالوم دی، خو ستونزه دا ده چې پاکستان کې سېلابونه لا هم جاري دي."

ښاغلي جولیانو ويلي پاکستان کې د سېلاب ځپلو سیمو کچه د نمسا، سویس او بلجیک له مساحت سره ورته والی لري، چې دا یوه ډېره وېروونکې چاره ده.

ملګرو ملتونو تېره ورځ اعلان وکړ، چې پاکستان ته یې ۴۵۰ میلیون ډالر مرستې راغونډې کړې دي.

څو ورځې وړاندې د دغه سازمان مشر بان کي مون خپله پاکستان کې سېلاب ځپلو سیمو ته ورغی او پر نړیوالو یې د لانورو مرستو غږ وکړ.

Image caption د پاکستان په سېلابونو کې شاوخوا ۲۰ میلیون کسان اغېزمن شوي.

شتونکي په دې اند دي چې پاکستان کې روان سېلابونه ښايي د پاکستان اقتصاد په سلو کې يوه برخه راښکته کړي.

په برتانیا کې د پاکستان استازي واجد شمس الحسن ويلي پاکستان کې د سېلابونو له امله د ویجاړیو بېرته رغونه تر ۱۵ میلیارد ډېرو ډالرو ته اړتیا لري.

اغېزمن شوو تر ډېره پوځ او بهرنیو مرستندویه ټولنو ته سترګې نیولې دي.

په دغو سېلابونو کې سلګونه کلي ویجاړ شوي، ګڼې لوې لارې او پلونه ړنګ شوي او سلګونه زره څاروي مړه شوي دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې ښايي درې اعشاریه پنځه میلیونه ماشومان له مرګونو ناروغیو سره مخامخ شي.

ورته مطالب