بانکي مون: پاکستان له پراخېدونکي ناورين سره مخامخ دی

ښاغلی بان
Image caption ښاغلي بان له هغو هېوادونو مننه وکړه چې د پاکستان له سېلاب ځپلو سره يې مرستې کړې دي.

د ملګرو ملتونو سر منشي بانکي مون د پاکستان په اړه د ملګرو ملتونو يوې بېړنۍ عمومي غونډې ته وويل په پاکستان کې نژدې شل ميليونه وګړي سېلاب ځپلي چې سرپناه او نورو مرستو ته اړتيا لري.

د نوموړي په وينا پاکستان له پراخېدونکې ناورين سره مخامخ دی: (( ناورين لا پاى ته نه دی رسېدلی او، اورښتونه کېداى شي څو اونۍ نور هم دوام وکړي. موږ اوس يواځې ددې ناورين په اصلي پراخوالي پوهېږو، جلا لت ماب ، ښاغليو اوآغليو پاکستان د يوې ورو، سونامي سره مخامخ دى چې ويجاړونکی زور ېې له وخت سره سم را غونډېږي او پياوړى کېږي.))

ښاغلي بان وويل دا يو نړيوال ناورين دی، او له هغو هېوادونو يې مننه وکړه چې تراوسه يې په دې برخه کې مرسته کړې ده.

بله خوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د ملګرو ملتونو عمومي بېړنې غونډې ته وينا وکړه .

هغه وويل که نړيواله ټولنه له پاکستان سره د ويجاړونکو سېلاوونو د اغېزو د کمولو لپاره د کافي مرستو په کولو کې پاتې راشي نو دا به هغه څه تر سيوري لاندې راولي چې دده په خبره د ترهګرۍ پرضد جګړې کې په ګرانه ترلاسه شوي دي.

ښاغلي قريشي وويل بايد په بېړني ډول د ميليونونو پاکستانيانو ستونزو او اقتصادي زيانونو ته ځواب وويل شي چې په دې توګه ترهګرو ته فرصت برابر نه شي.