په پاکستان کې د سېلابځپلو د ژغورنې هڅې روانې دي

Image caption ملګري ملتونه وايي په پاکستان کې وروستيو سېلابونو څلور ميليونه وګړي بې سرپنا کړي دي.

ملګري ملتونه وايي د پاکستان په پنجاب او سند ايالتونو کې ٤ ميليونه خلک له سرپنا پرته ژوند کوي.دغه خلک وروستيو سېلابونو زيانمن کړي چې لا هم څپې روانې دي .

په همدې حال کې نړيواله ټولنه نن د يوې ځانگړې ناستې په ترڅ کې د پاکستان روان ناورين ارزوي.

وړاندې د اسيا پرمختيايي بانک ويلي ول، د سېلاب له امله د پېښوو شويو زيانونو د جبيره کولو لپاره پاکستان ته دوه مېليارده ډالره بېړنی پور ورکوي.

خو نړيوال بانک بيا وار له مخې پاکستان ته د ٩ سوه ميليونه ډالرو پور پر ورکولو موافقه کړې ده.په ټوله کې د هېواد په کچه اته ميليونه خلک بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

د ملگرو ملتونو يوه وياند وويل اوسنى حالت د ډېرې اندېښنې وړ دى.سرتېري په کښتيو او چورلکو کې استول کېږي چې په سېلاب کې را ايسار خلک وژغوري.

د پاکستان د پوځ وياندشجاعت قريشي د دغو عملياتو په اړه وايي:(( ترکومه ځايه چې د خووړ او نورو توکوکو خبره ده،موږ خلکو ته ځان رسوو او هغوى ته روغتيايي اسانتياوې برابرو.

په همدې حال کې په سختو اوبو کې د ايسارو خلکو د ژغورنې عمليات هم پر مخ بيايو او خلک په پوځي کښتيو کې راباسو.))

د سېلابونو پراختيا او زيانونه

اوس وايي دغلته ويجاړوونکو سېلابونو شل ميليونه کسان اغېزمن کړي دي چې دا تر پخوانۍ شمېرې شپږ ميليونه زيات دي .

نوې شمېرې د لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني له لوري د خپلواکۍ د ورځې د نمانځلو په وياړ يوه وينا کې په ډاګه شوې دي .

ښاغلی ګيلاني وايي په پاکستان کې لاهم داسې سېلاب ځپلي شته چې بايد لاسنيوی يې وشي او حکومت به هم هر هغه څه وکړي چې په وس کې يې وي :"زه غواړم خپل ملت ته ډاډ ورکړم چې موږ، ستاسې ديموکراتيک حکومت به له ناورين څخه ، خپل پخواني حالت ته د سېلاب ځپلو د راتلو په لاره کې يوه ډبره هم پرې نه ږدي .

زه کلک باور لرم چې زموږ دملت هر فرد، بډايان، مدني ټولنه او زموږ ځوانان به د سېلاب له قربانيانو سره د مرستو په چارو کې په لېوالتيا ګډون وکړي او هغوی به پر خپلو پښو ودروي . "

ملګرو ملتونو په ټينګار سره ويلي چې ښار د سېلاب ځپلو په منځ کې کولیرا ناروغۍ خپره شي.

د فرانس پرېس خبري د ملګرو ملتونو د انساني مرستو د همغږۍ د مرکز د ویاند موریسیو جولیانو له خولې ليکلي د پاکستان په شمال ختيځ مینګوره ښار کې د کولرا يوه پېښه لیدل شوې، چې لامل يې د څښاک ناپاکې اوبه ښودل شوې دي.

يوه پاکستاني چاروکي، چې د نامه له اخیستو يې ډډه کړې، د کولرا دا پېښه تاييد کړې ده .

د المان د انساني مرستو سازمان ویلي داسې شک شته، چې پاکستان کې د خونړیو سېلابونو له امله شپږ کسان په کولرا ناروغۍ اخته شوي دي.

هڅې

جولیانو ویلي چې د کولرا مرض پر ضد کمپاين به چټک کړي.نوموړی وايي چې تر دې مهاله تر ۳۶ زرو ډېر کسان په نس ناستي ناروغۍ اخته شوي .

نوموړی وایي "د کولرا وژونکې ناروغۍ ته په کتلو سره، د دې پرځای چې ناروغان وګورو، د ټولو درملنه مو پيل کړې ده، موږ نه وایو ټول هغه کسان چې نس ناستی لري، ارومرو به کولرا وي، خو رښتیا هم موږ د کولرا په اړه ډېر اندېښمن یو."

بل خوا نن د پاکستان جګپوړو چارواکو پر نړیوالو نیوکه کړې وه، چې ګني سېلاب ځپلو ته کافي او پر وخت مرستې نه رسوي.

په ملګر وملتونو کې د پاکستان دايمي استازي ضمیر اکرم بي بي سي ته ويلي وو به داسې حال کې چې د سېلابونو د ځپل شوو شمېر مخ پر زیاتېدو دی، خو لا تراوسه مو کافي مرستې نه دي ترلاسه کړې.