۱۵ کلنه نجلۍ د سمندر له لارې پر ګرده نړۍ راګرځي

لاورا دیکر
Image caption لاورا غواړي چې په دې کار سره خپل پنځلس تلین پوره او د استرالیايۍ جیسیکا واټسن نړیوال ریکارډ مات کړي.

يوه هالنډۍ نجلۍ غواړي چې په يوازې سر د سمندرله لارې پر ټوله نړۍ راتاو شي.

۱۵ کلنې 'لاورا دیکر' د تېرې شنبې پر ورځ (د اګست ۲۱مه) د یوې کوچنۍ کښتۍ په مټ دا سفر له سنګاپور څخه پيل کړی، چې ټاکل شوې ده، تر یوه کال به ډېر وخت ونیسي.

د هغې د دې سفر په اړه پوره لس میاشتې ناندرۍ وې، چې ایا کولی شي چې دا کار په یوازې سر وکړي او که څنګه.

د هالنډ یوه شرکت، چې د لاورا د سفر څارنه کوي، ويلي لاورا دیکر د جبل طارق په بندر کې خپلې مور، پلار او ملګرو ته خدای پاماني وویله او خپل سفر يې پيل کړ.

د دغه شرکت تنفيذي مشر 'کلارینبیک' ويلي لاورا به د اسپانیا کناري ټاپو ته خوځېږي، او یا به د پرتګال 'مادیرا' هغه ته ځي.

سرچینه وايي چې ښايي دغه نجلۍ د خپل سفر په اوږدو کې شپږ او یا اته ورځې له سختو بادونو سره مخامخ شي.

لاورا پلان درلود، چې د پرتګال له سوېل لوېديځ څخه خپل سمندري سفر پيل کړي، خو د بندر چارواکو ویلي وو دا چې هلته تر ۱۸ کلونو د ټيټ عمر کسان په يوازې سر په سمندر کې سفر نه شي کولی، د هغې مخنیوی وکړ.

همدا وه چې نوموړې جبل طارق ته مخه کړه، ځکه چې د برتانیا قانون د هغې د سفر مخنیوی نه کوي.

قانوني جګړه

لاورا په داسې حال کې له جبل طارق نه خپل سفر پیل کړ، چې نه يې غوښتل رسنۍ دې د هغې د سفر په اړه خبر ورکړي.

هغې په خپل هېواد هالنډ کې پوره لس میاشتې د خپل سفر په اړه 'حقوقي جګړه' وکړه او بالاخره ویې ګټله.

په دغه هېواد کې د ماشومانو د ساتنې ډلې د هغې د سفر مخالفت کاوه، او استدلال یې کاوه، چې په دې سفر کې د هغې د روغتیا په اړه اندېښنه لري، خو نوموړې خپله قضیه وګټله.

خو د هالنډ د یوه خبري اژانس مدیر له آغلې لاورا دفاع کړې او وايي چې هغه د دې توان لري چې په سمندر کې په یوازې سر سفر وکړي

له نوموړې څخه په دې اړه په سمندر کې د کښتۍ چلولو يوه ازموینه هم اخیستل شوې ده.

Image caption لاورا په نيوزيلنډ کې داسې مهال وزيږېده، چې مور او پلار يې د نړۍ پر سفر بوخت ول، هغې په لومړي ځل له هالنډ څخه په ۱۱ کلنۍ کې شمالي برخو ته په يوازې سفر سمندري سفر وکړ.

هغې د خپل سفر لپاره ۱۱ اعشاره پنځه متره اوږده کښتۍ راونیوله، او له ځانه سره یې د سفر توښه او خوراکي توکي واخیستل.

د تېرې میاشتې په وروستیو کې يوې هالنډۍ محمکې پرېکړه وکړ، چې لاورا کولی شي چې په سمندر کې سفر وکړي.

لاورا غواړي چې په دې کار سره خپل پنځلس تلین پوره او د استرالیايۍ جیسیکا واټسن نړیوال ریکارډ مات کړي.

تر دې وړاندې ۱۷ کلنې جیسیکا واټسن په سمندر کې ۲۱۰ ورځې په يوازې سر په پرلپسې توګه سفر وکړ، خو لاورا به د خپل سفر پرمهال پر ځينو بندرونو کې تم کېږي.

د روانې میاشتې پر څلورمه لاورا وویل چې له دې سفر نه 'ډېره 'وېره نه لري.

لاورا په نيوزيلنډ کې داسې مهال وزيږېده، چې مور او پلار يې د نړۍ پر سفر بوخت ول، هغې په لومړي ځل له هالنډ څخه په ۱۱ کلنۍ کې شمالي برخو ته په يوازې سفر سمندري سفر وکړ.