د پاکستان په ځپل شوو سیمو کې د ناروغیو د خپرېدا وېره

pakistan_lifeline

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې ښايي د ناپاکو اوبو له امله پاکستان کې تر درو میلیونو ډېر ماشومان په خطرناکو ناروغیو اخته شي.

په پاکستان کې لسگونه زره نور وگړي هم تر هغه وروسته خوندي ځايونو ته ولېږدول شول چې د سېلاب اوبه په نورو سيمو هم وروختلې.

د سند جنوبي ولايت اوس په خورا سختو ځپل شويو سيمو کې بلل کېږي.

د پيسو نړيوال صندوق- اې اېم اېف وايي سبا له پاکستاني چارواکو سره جرگه کېږي چې پر پېښو شويو اقتصادي ننگونو ورسره خبرې وکړي.

د پاکستان لومړي وزير یوسف رضا ګیلاني سیمه ييز، روغتیايي او د ژغورنې چارواکي يوې بېړنۍ غونډې ته ورغوښتي، چې په سېلاب ځپلو سیمو کې د ممکنه ناروغۍ د خپرېدا په مخنيوي عاجلې مرستې وکړي.

دا هڅې وروسته له هغه ګړنډۍ شوې، چې سیمه ييزو خلکو پر حکومت د بېړنیو مرستو د نه کولو تور ولګاوه.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې ښايي د ناپاکو اوبو له امله پاکستان کې تر درو میلیونو ډېر ماشومان په خطرناکو ناروغیو اخته شي.

نړیوال صندوق

پاکستان

پاکستان ویلي سېلابونو تر ۲۰ میلیون ډېر کسان اغېزمن کړي دي.

بلخوا د پسو نړیوال صندوق ویلي د پاکستان سېلابونه د دغه هېواد اقتصاد ته لوی ګوزار دی.

د دغه صندوق چارواکي به د راتلونکې دوشنبې پر ورځ په واشنګټن کې له پاکستاني چارواکو سره د سېلاب ځپلو په لاسنيوي کې پر لا غوره لارو چارو وغږېږي.

د پاکستان حکومت ويلي د پاکستان سېلاب ځپلې سیمې بیارغونه ۱۵ میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .