امنيتي نيمگړتیا د وانگوخ تابلود ورکېدو لامل وبلل شو

انځور
Image caption ويل کېږي چې پوليسو اوس د ورک شوي انځور د بيا موندلو لپاره خپل ټول پام پر هوايي ډگرونو او بندرونو راټول کړى، چې له دغو ځايونو څخه په پټه بهر ته د وتلو لار لري.

مصري چارواکو د قاهرې په هغه موزيم کې د امنيت کمزورتيا په ډاگه کړه چې وړمه ورځ ترې د ٥٠ ميليونو ډالرو په ارزښت د وانگوخ يوه تابلو غلاشوه.

د ودانۍ ډېرئ امنيتي کمرو او د خطر ټولو زنگونو کار نه کاوه.

په دې اړه پوښتنې روانې دي چې څنگه، په رڼا ورځ کوم چا د مشهور هالنډي انځور گر د کوکنارو د گلو گيډۍ انځور دومره آسان له خپل چوکاټ نه ايستلى او ورسره وړى دى.

د مصر يوه سرڅارنوال مجيد محمود خبريالانو ته وويل، امنيتي نيمگړتياوې ددې کار دليل دى.

د غلا پر مهال، له ٤٣ څارونکو کمرو څخه يوازې اوو کار کاوه او د خطر زنگ له يو څه مودې راهيسې وران پروت و.

دا اعتراف بوږنوونکى دى، ځکه چې د محمود خليل په دغه موزيم کې د نولسمې او شلمې پېړۍ شاهکارونه ساتل کېږي.

ويل کېږي چې پوليسو اوس د ورک شوي انځور د بيا موندلو لپاره خپل ټول پام پر هوايي ډگرونو او بندرونو راټول کړى، چې له دغو ځايونو څخه په پټه بهر ته د وتلو لار لري.

دوى همدراز له امنيتي پلوه ددغه کمزوري موزيم له ځينو کارکوونکو نه هم پوښتنې – گروېږنې پيل کړي دي.

د کلتور وزير په وينا د شنبې په ورځ، دغه موزيم ته د ورغلو له ډلې نه يوازې د لسو کسانو نومونه ثبت شوي دي.

هغه دا هم وويل چې د موزيم څو کارکوونکي او د خپل وزارت يو چارواکى يې بهر ته له تگ څخه بند کړي دي.

د مصري چارواکو له پاره د شرم خبره داوه چې د انځور تر ورکېدو لږ وروسته يې اعلان وکړ، چې د قاهرې پر هوايي ډگر وموندل شو، خو څو ساعته وروسته روښانه شوه چې دا خبر نا سم و.

ورته مطالب