د کامیرون د نوي ماشوم لومړی انځور

لارنس او ډېوېډ کامیرون
Image caption لارنس د ښاغلي کامیرون څلورم اولاد دی.

د برتانیا د لومړي وزیر ډېوېډ کامیرون د نوې زیږېدلې لور لومړی انځور په رسینو کې خپور شو.

د تېرې سې شنبې پر ورځ په شاهي کورنوول روغتون کې د سامنتا کامیرون لور پيدا شوه.

پر دغې نوې ماشومې لارنس نوم کېښودل شو.

د سامنتا او ډېوېډ کامیرون لور داسې مهال پیدا شوه، چې لومړی وزير کامیرون په خپله دوه اوونیزه رخصتۍ و.

د دواړو د دغه کوچني پوره نوم لارسن روز اندلیون کامیرون دی.

کامیرون د تېرې جمعې پر ورځ اعلان وکړ چې د خپلې رخصتۍ پاتې ورځې به له خپلې ښځې او کوچنۍ ماشومې سره تېروي.

په ۲۰۰۹ کال کې هم د کامیرون ماشوم پیدا شو، چې د ناروغۍ له امله په فبرورۍ میاشت کې مړ شو.

دی دوه نور اولاده هم لري، چې يوه يې شپږ کلنه نانسي او بل ۴ کلن ارتر دی.

دا له ۲۰۰۰ کال راپدېخوا د برتانیا دویم لومړی وزیر دی، چې د خپلې واکمنۍ پرمهال یې اولاد پيدا کېږي.

وړاندې د برتانیا د پخواني لومړي وزیر توني بلېر د واکمنۍ پرمهال هم د هغه لور پيدا شوې وه.