امريکا په عراق کې جنګي عمليات پای ته رسوي

امریکايي عسکر له عراقه د وتون پرمهال

سپينه ماڼۍ په خپله خوله وايي چې ۵۰ زره امريکايي لښکر به بيا هم د امريکا د ګټو او د بغداد د حکومت او امنيتي ځواکونو د پياوړتيا لپاره په عراق کې پاتې شي.

د امريکا مرستيال ولسمشر جوبايډن عراق ته د دوشنبې په ورځ په داسې ناببره سفر ورغلی چې د تګ سرکاري خبر يې نه و اعلان شوی.

د سې شنبې په ورځ په دغه هېواد کې امريکايي لښکر جنګي عمليات پای ته رسوي.

کلېکاږل د عراق جګړه، د لمبو او وینو کیسه

امريکايي چارواکو ويلي چې دغه سفر به د عراق سره اوږدمهاله دوستي ټينګه کړي.

سپيني ماڼۍ دا هم ويلي چې له عراقي چارواکو سره به وويني او د دوی په خبره چې بايډن به په بغداد کې د هغو پارچاو شويو سياسي خبرو چې د تېر پسرلي له ټاکنو څخه درېدلي د پيلولو هڅه وکړي.

خو عراق ته د بايډن د سفر اصلي موخه په هغه امريکايي مراسمو کې د اوباما د استازي په توګه ګډون دی چې د چهارشنبې په ورځ د قومندې او عملياتو د بدلون په نامه جوړېدونکي دي.

د عراق پسرلنيو ټاکنو چې هېڅ ګټونکی نه درلود اوس تر پوره پنځه مياشتو ځنډ وروسته بغداد په داسې حال کې د نوي حکومت د جوړېدو تکل لري، چې بريدونو ډېر زيات زور پکي اخيستی دی.

که څه هم ولسمشر اوباما به د سې شنبې په ښام امريکايانو ته په ټلوېزوني وينا کې په عراق کې د جنګي عملياتو د درولو سرکاري اعلان وکړي خو څېړونکي باور ښيي چې اوباما به د دغه وينا له لاري امريکايانو ته په افغانستان کې د رواني جګړې روايښت نور هم توجه کړي.

ګڼ شمېر څېړونکي په دې باورنه لري چې اوباما دي په خپله وينا کې د جګړې کومه سوبه اعلان کړي؛ ځکه د دوی په ګومان نه په عراق کې جګړه ختمه شوې او نه امن راغلی دی.

ګڼ شمېر څېړونکي په دې باورنه لري چې اوباما دي په خپله وينا کې د جګړې کومه سوبه اعلان کړي؛ ځکه د دوی په ګومان نه په عراق کې جګړه ختمه شوې او نه امن راغلی دی.

په دغه جګړه کې د امريکا د پيسو او د سر تاوانونه دونه زيات دي چې امريکايانو يې تصور هم نه کاوه.

سپينه ماڼۍ په خپله خوله وايي چې ۵۰ زره امريکايي لښکر به بيا هم د امريکا د ګټو او د بغداد د حکومت او امنيتي ځواکونو د پياوړتيا لپاره په عراق کې پاتې شي.

د غربي څېړونکو په ګومان امريکايان يې اکثره اوس د عراق د جګړې پر ځای د خپلو خالي جيبونو، بې کاريو او نورو کورنيو ستونزو په غم نيولي دي، اکثرو يې د جګړې له ملاتړ څخه لاس اخيستی دی.

څېړونکي وايي چې د عراق تر جګړې وروسته به ټوله پام د افغانستان څخه د لښکرو پر را ايستلو متمرکز وي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .