له امریکا سره د عراقي او عراقۍ کیسه

عراق

د عراق له جګړې د دغه هېواد خلکو ډېرې ناخوالې ولیدې.

هسې هم ماشومان د وسلې اخیستو ته لېواله وي، خو کاظميې ته څېرمه د کونډو او ماشومانو د اوسېدو په ځای کې ماشومان بیا وسلې په بل نیت په لاس کې اخلي.

د سلام په نامه د کونډو د اوسېدو ځای ته د زینب معیوف د لیدو لپاره ورغلم.

همدا وو چې پنځه دېرش کلنې ښځې له ماسره د مرکې کولو ته غاړه کېښوده، د مخ له څېرې نه یې له ورایه د غمونو اثار مالومېدل، په تېره بیا هغه مهال یې په سترګو کې انځورېده، چې ټيک پنځه کاله مخکې يې مېړه، ورور او د هغې ښځه وژل شوي ول.

درېواړه د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې هغه مهال ووژل شو، چې بم د دوی پر موټر راپرېوت.

علي عبدالاله عبدالحسین له خپلې ښځې او ورور سره له روغتون نه د ستنېدا پرمهال پر لاره په ګاډي کې و، چې ناببره امریکايي الوتکې یې پر ګاډي بمبار وکړ، چې د زینب په وینا درېواړه په ګاډي کې لولپه شول.

امریکايي چورلکې د علي ورو او ښځه روغتون ته ولېږدول، خو د زینب مېړه پر هماغه ځای په ګاډي کې وسوځېده او مړ شو.

د زینب د کور پر سپينو دېوالونو څيرې پيرې نایلوني خلتې راځوړندې وې چې له لیرې ترې بد بوی راتله.

زینب له خپلې لور مریم سره اوسېږي.

زینب د خپل میړه د وژلو کېدو په تړاو نه له حکومت او نه هم له امریکايي ځواکونو څخه څه غرامت ترلاسه کړی.

عراقي حکومت ورته ویلي چې له دې پېښې سره حکومت هېڅ تړاو نه لري، او امریکایان وايي هېڅ داسې ثبوتونه نشته، چې ګني امريکايي ځواکونو د علي ګاډی په نښه کړی.

دا چې امریکايي ځواکونه له عراقه وځي، په اړه یې د زینب ځواب "زما لپاره یوازې خدای بس دی" و:

"هره ورځ چاودنې کېږي، هرکله چې له کوره وځم، سل ایاتونه وایم چې خدای مې سلامته خپلې لور ته راستنه کړي. د امریکایانو شتون له زیان او غم پرته دلته موږ ته څه ګټه وکړه؟! صدام له منځه ولاړ، هېڅ شي هم بدلون ونه کړ، بې ګناه خلک وژل کېږي، ان ځینې خلک وايي چې د صدام د واکمنۍ دوره تر دې ښه وه. "!

د قاهرې په کلي کې Heavy metal

د بغداد په شمال ختيځ کې د قاهرې کلي ته ورتګ په ۲۰۰۵ کال کې د کورنیو جګړو او توکميزو وژنو پرمهال له کلي بهر پر اوسېدونکو حرام و.

دا سیمه اوس ارامه شوې، خو د سندرو اواز ته څوک پکې غوږ نه شي نیولی، په تېره بیا د لیث سمیر د لوی غږ انګازه هرځای اورېدل کېږي.

لیث سمیر د سندرو ویلو پرمهال نیم ځان پورته کش کوي او سر یوې او بلې خوا ته خوځوي او جوش یې اخلي.

"دا خوځښت او حرکات د موسیقۍ د مینه والو په منځ کې په Heavy metal شهرت لري، چې هدف ترېنه د یوې شېبې لپاره د موسیقۍ پرمهال د خپلې غصې څرګندول دي. "

لیث د سندرو ویلو پرمهال د خجالت احساس کوي، خو څه وکړي.

ترې ومې پوښتل چې غصه یې له کومه راځي او دا راته ووايي چې له امریکایانو سره یې د ژباړن په توګه ولې خپلې دنده خوشې کړه.

خو ځواب یې کُلي و، داسې چې عراقیان په خپل ورځني ژوند کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ کېږي:

"کله مې چې له امریکايي ځواکونو سره د ژباړن په توګه کار کاوه، غوښتل مې چې د عراقي ولس او امریکايانو ترمنځ د پوهاوي پل شم."

لیث ټينګار کوي چې ګني په خپله هغه دنده او پلان کې بریالی دی، چې د ځان لپاره یې کرښې ایستې وې، خو "له بده مرغه عراقیان د هغو خلکو په اړه چې له امریکایانو سره کار کوي، منفي نظر لري."

لیث په خپله لهجه کې له خپلې ګوډې ماتې انګلیسۍ نه هم ګټه اخلي، او له امریکايي کولتور او هغو امریکایانو سره د صمیمیت په اړه غږېږي، چې دی یې ډېر ورجذب کړی و.

دی وايي چې له امریکایانو سره د کار مودې پرې ډېر مهم او ښه اغېز کړی دی:

"داسې یو څه یې راوښودل، چې عرب نه پرې پوهېږي، له انساني اړخه زموږ او امریکایانو ترمنځ توپير نشته، خو له سیاسي پلوه بیا هېڅوک د خپل هېواد لپاره د ښکېلاکګرو په ګټه دريځ نه شي منلی."

لیث دا مهال امریکا ته د تګ او د وېزې په انتظار دی، وايي چې په بغداد کې یې اته ویشت کاله ژوند کړی، او غواړي نوی ژوند پيل کړي "داسې ژوند چې پکې ونه تښتول شم، ونه وژل شم، له څنګ سره مې چاودنه ونه شي، غواړم خپل کار ته په ډاډه زړه له وېرې پرته ولاړ شم او روغ رمټ بېرته راستون شم."

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .