پاکستان: په کوټه کې ځانمرګي برید ۵۵ کسان وژلي

د کوټې برید

د دې برید پړه د پاکستاني طالبانو تحریک پرغاړه اخیستې ده.

د پاکستان په کوټه ښار کې د شیعه ګانو د لاریون په منځ کې یوه ځانمرګي برید لږترلږه 55 کسان ووژل او تر 100 ډېر نور يې ژوبل کړل.

برید د فلسطينيانو په ملاتړ د القدس د ملاتړ د مراسمو پرمهال هغه وخت شوی، چې خلک د ګڼې ګوڼې په يوه ډک مارکېټ کې تېرېدل.

پاکستاني طالبانو ويلي چې دغه برید دوی کړی دی.

د دغې ډلې مشر قاري حسین مسید له یوه نامالومه ځایه د ټيلې فون پر کرښه ويلي، غړو یې دا برید د هغو سني مذهبه ديني مشرانو په انتقام کې کړی، چې د شیعه ګانو لخوا وژل شوي دي.

دا دویم برید دی چې شیعه ګان پکې په نښه کېږي.

بل خوا په خیبر پښتونخوا کې د احمدیه ډلې په يوه جومات کې د ورته مراسمو پرمهال ځانمرګي برید دوه کسان وژلي، چې يو پکې د يوه ځايي تلوېزیون د ګاډي چلوونکی دی.

دا برید د تېرې جمعې پر ورځ د ماپښين تر لمانځه وروسته شوی دی.

د تېرې چهارشنبې پر ورځ هم د پاکستان په ختيځ لاهور ښار کې د شیعه ګانو د دیني مراسمو پرمهال درو هممهاله ورته بریدونو لږترلږه ۳۵ کسان ووژل او شاوخوا دوه سوه نور يې ژوبل کړل.

د درېواړو بریدونو پړه د (تحریک طالبان پاکستان) ډلې پر غاړه واخیسته.

بان کې مون له ښاغلي زرداري سره

بان کي مون ويلي چې د کويټې ښار او دې ته ورته بریدونه د نه منلو دي.

دغه ډله تېره ورځ د امریکا لخوا د بهرنیو ترهګرو په تور لېست کې شامله شوه.

واشنګټن ویلي که هرچا د دغې ډلې د مشرانو (حسین مسید او ولی الرحمن) په اړه کره مالومات ورکړل او یا یې هغو نيولي امریکا ته وسپارل، نو امریکا به ۵ میلیون ډالر ورکړي.

په تېرو درو کلونو کې پاکستان کې د شاوخوا ۳۰۰ بېلابېلو بریدونو په ترڅ کې تر ۳۶۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې ګڼ یې ځانمرګي ول.

دغه بریدونه زیاتره د پاکستاني طالبانو د ډلې، چې له القاعدې شبکې سره نژدې اړيکي لري، ترسره شوي دي.

دغه ډله وايي د اسلام اباد د چارواکو پرضد یې ځکه راخیستې ده، چې د واشنګټن ملاتړ کوي.

د پاکستان له شاوخوا ۱۷۰ میلیون وګړو څخه په سلو کې شاوخوا۸۰ یې سني مذهبي تشکيلوي، چې شيعه ګان پکې لږکي بلل کېږي.

په دغه هېواد کې ډېر کله د شیعه ګانو او سني ډلو ترمنځ خونړي بریدونه کېږي.

د بریدونو غندنه

په تازه غبرګونونو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي پر شیعه ګانو دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی.

ښاغلي کي مون په يوه اعلامیه کې ويلي "دا ډول بریدونه چې په قصدي توګه پکې شیعه مسلمانان په نښه کېږي او ولسي وګړي پکې وژل کېږي او يا ټيپان کېږي، د نه منلو دي."

د ملګرو ملتونو سرمنشي د وژل شوو کورنیو، حکومت او پاکستاني ولس ته د غمشریکۍ پيغام هم استولی دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .