د عراق ملي ايتلاف: عادل عبدالمهدي دې لومړی وزیر شي

عادل عبدالمهدي
Image caption عادل عبدالمهدي د اوسني ولسمشر مرستیال دی.

د عراق ملي ايتلاف ويلي چې د راتلونکي حکومت د مشرۍ لپاره دې عادل عبدالمهدي وټاکل شي.

دغه ایتلاف چې مشري یې عمار الحکیم کوي، ويلي چې د اوسني ولسمشر مرستیال عادل عبدالمهدي ولسمشرۍ ته وړ کس دی.

ياد شوي ايتلاف د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، "نن ملي ايتلاف پر دې هوکړه وکړه چې مرستیال ولسمشر عادل عبدالمهدي دې د ملي ایتلاف لخوا د لومړي وزیر څوکۍ ته وټاکل شي. "

ځينو سرچینو بیا ويلي چې د مل ی اصلاحي ګوند مشر ابراهیم الجعفري او د ملي کنفرانس مشر احمد الحلبي دواړه له ښاغلي عبدالمهدي سره د لومړي وزیر څوکۍ ته ټاکل کېږي.

ورته مطالب