پاکستان: په لکي مروت کې ځانمرګي برید ۱۷ وژلي

د یوه مخکني برید عکس ګورﺉ
Image caption د تېرو درو کلونو په اوږدو کې پاکستان کې د بېلابېلو ۳۰۰ بریدونو له کبله تر ۳۶۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

د پاکستان په شمال لوېديځ کې د پولیسو پر يوې پوستې په ځانمرګي برید کې لږترلږه ۱۷ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

برید نن (دوشنبه، د سپتمبر شپږمه) د خیبر پښتونخوا په لکي مروت ښار کې د پوليسو پر یوې پوستې د ګاډي په وسیله شوی دی.

پاکستاني پولیسو ویلي په وژل شوو کې نهه پولیس دي او درې نور ټپيان شوي دي.

د سیمې د پولیسو يوه مشر ګل ول ي خان رسنیو ته ويلي "يوه ځانوژونکي له چاودېدونکو توکو خپل ډک ګاډی د پولیس د مرکز د شاتنۍ دروازې په مخ کې وچووه. "

په برید کې د پولیسو پوسته کاملاً ویجاړه شوې ده.

د لکي مروت روغتون یوه ډاکټر عبدالمجید بیا ويلي چې "موږ ته اته مړي او ۱۳ ټپيان راوړل شوي."

رپوټونه وايي په وژل شوو کې د ښوونځي ځينې زده کوونکي هم شته.

ژغورندویه ډلې سیمې ته رسېدلې او د چارواکو په وینا تر خاورو لاندې د خلکو لټون روان دی.

شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د پاکستان په لاهور او کوټه ښارونو کې د شیعه ګانو د لاریونو پرمهال شاوخوا ۱۰۰ کسان ووژل شول .

د لاهور او کوټې د بریدونو پړه پاکستاني طالبانو پرغاړه اخیستې وه.

د تېرو درو کلونو په اوږدو کې پاکستان کې د بېلابېلو ۳۰۰ بریدونو له کبله تر ۳۶۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

ورته مطالب