په زنا تورنه ایرانۍ له واتیکان مرسته غواړي

پاپ بنډيکټ
Image caption د سکینې اشتیاني زوی له پاپ بنډيکټ نه غوښتي چې د مور ژوند یې وژغوري.

رومان کاتوليکې کلیسا داسې اشارې ورکړې، چې ښايي له دپلوماتیکو لارو کار واخلي چې په بدلمنۍ تور د سنګسار په سزا محکومه شوې ایرانۍ ښځه وبښل شي.

د سکینې محمدي اشتیاني زوی سجاد قادر زاده اشتیاني له پاپ بنډيکټ نه غوښتي چې د مور ژوند یې خوندي کړي.

واتیکان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي کاتولیک کلیسا به د آغلې اشتیاني قضیه په غور په پام کې ونیسي.

د واتیکان د يوه ویاند فیدریریکو لومباردي لخوا دا غبرګون هغه مهال په ډاګه شو، چې په ایران کې یوه ایراني الاصله ايټالوي خبریال ارمین عارفي، چې په فرانسه کې اوسېږي، د اشتياني د زوی له خولې ويلي چې د اشتیاني په حق کې ایران د دویم ځل لپاره د سنګسار پرېکړه کړې ده.

ارمین عارفي د اشتیاني د زوی له خولې دا هم ویلي چې ایران یې د مور په اړه له دې کبله د مرګ پرېکړه کړې، چې ګني په يوه برتانوۍ ورځپاڼه کې یې بې حجابه انځور چاپ شوی دی.

ښاغلي فیدریریکو لومباردي يوې خبري ناستې ته ويلي "پاپ دې قضیې ته ډېر پام اړولی، د اعدام په تړاو د کلیسا مخالف دريځ تاسو ټولو ته مالوم دی، او د سنګسار له لارې وژل بیا تر ټولو وحشي وژنه ده."

د اشتیاني زوی سجاد اشتیاني ويلي ایران پرېکړه کړې، چې د هغه مور ۹۹ دُرې ووهي.

Image caption سیکنه محمدي اشتیاني کونډه او په تبریز کې زنداني ده، چې دوه زامن لري او پرې لګول شوي تورونه بې بنسټه بولي.

سجاد اشتياني دا نه مني چې ګني د تېر اګست پر ۲۸مه د لندن ټايمز ورځپاڼې د هغه د مور بې حجابه عکس چاپ کړی.

نوموړی ټينګار کوي چې دا عکس د هغې ایرانۍ فعالې سیاستوالې دی، چې په سويډن کې اوسېږي.

د ایران حکومت د نړیوالو لخوا پر چارواکو د فشار له کبله د اشتیاني د اعدامولو د پرېکړې عملي کول ځنډولي وو.

سیکنه محمدي اشتیاني کونډه او په تبریز کې زنداني ده، چې دوه زامن لري او پرې لګول شوي تورونه بې بنسټه بولي.

پر نوموړې تور دی چې په ۲۰۰۶ کال کې یې خپل ميړه وژلی او له یوه نامحرم کس سره یې ناروا جنسي اړيکي نیولي.

خو د یوې بلې محاکمې پرمهال پر هغې تور ولګول شو، چې د میړه په ژوند کې یې له یوه بل سړي سره هم زنا کړې ده، چې همدا تور د هغې د سنګسار د پرېکړې لامل شو.

د بښنې نړیوال سازمان ويلي وو چې له ۲۰۰۶ راپدېخوا په ایران کې لږترلږه شپږ کسان سنګسار شوي، چې د ۱۵ نورو د سنګسار چاره ځنډول شوې ده.

ورته مطالب