پاکستان: کوهاټ کې چاودنې 20 کسان وژلي

د کوهاټ برید
Image caption پولیس وايي په وژل شوو کې ۱۱ پولیس افسران او څلور ماشومان دي.

د پاکستان د خيبر پښتونخوا په کوهاټ کې د پولیسو مرکز ته څېرمه چاودنه شوې، چې له امله یې لږترلږه ۲۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

برید د موټر بم په وسله شوی دی.

په تېرو دوه ورځو کې دا په خیبر پښتونخوا کې پر پاکستاني پولیسو دا دویم مرګونی برید دی.

د کوهاټ پولیس وايي په دې برید کې ۸۰ کسان ژوبل شوي.

د پولیسو په وینا، برید کوونکي د پولیسو د اوسېدو په دروازه کې د روژه ماتي پرمهال خپل ځان او موټر والوځاوه.

پولیسو دا هم ويلي چې په وژل شوو کې ۱۱ پولیس چارواکي او ۹ نور د هغوی د کورنۍ غړي ښځې او ماشومان دي.

د برید پړه د تحریک طالبان پاکستان ډلې پرغاړه اخیستې.

د دغې ډلې یوه نوي ویاند احسان الله احسان ويلي دې ته ورته نور بریدونه به هم کوي.

د ودانیو ویجاړتیا

رپوټونه وايي د استوګنې هغه ځایونه، چې پولیس او د هغوی کورنۍ پکې اوسېدې، ړنګ شوي او خلک له خاورو څخه رایستل کېږي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمن ملک ويلي "حکومت ټينګار کوي چې په هېواد کې هغه ترهګرۍ ډلې وځپي، چې دا ډول وحشیانه بریدونه کوي. "

Image caption د تېرې دوشنبې پر ورځ د پاکستان په شمال لوېديځ لکی مروت کې د پولیسو پر یوې پوستې ځانمرګی برید وشو، چې د ۱۱ پولیس او څلورو ماشومانو په ګډون ۱۹ کسان پکې ووژل شول.

د ویلو ده چې د کوهاټ ښار چې له پېښور څخه شاوخوا ۵۰ کیلومتره په سوېل لوېديځ کې پروت دی، تر ډېره پکې وسله وال فعال دی.

رویټرز خبري اژنس د کوهاټ د پولیسو د مشر فضل نعیم له خولې ويلي، په برید کې یو شمېر ښځې او ماشومان هم وژل شوي.

د تېرې دوشنبې پر ورځ د پاکستان په شمال لوېديځ لکی مروت کې د پولیسو پر یوې پوستې ځانمرګی برید وشو، چې د ۱۱ پولیس او څلورو ماشومانو په ګډون ۱۹ کسان پکې ووژل شول.

په تېرو شاوخوا درو کلونو کې پاکستان کې ځانمرګو بریدونو تر ۳۷۰۰ کسان وژلي، چې تر ډېره یې پړه له القاعدې ډلې سره تړلې د تحریک طالبان پاکستان ډلې پرغاړه اخیستې ده.

ورته مطالب