د فلوریډا کلیسا د قرآن په سوځولو ټينګار کوي

د کابل لاریون
Image caption د تېرې شنبې پر ورځ د کلیسا پر لاریون وشو.

د امریکا په فلوريډا ایالت کې د هغې یوې کوچنۍ کلیسا د دې هوډ په اړه سپينې ماڼۍ اندېښنه ښوولې، چې وايي د سپتمبر پر ۱۱مه به د مسلمانانو د سپېڅلي کتاب قرآن کریم یوه یا څو نسخې سوځوي.

د کلیسا د دې خبر پر وړاندې له تېرې شنبې راهیسې د یو شمېر لوېديځو هېوادونو په ګډون په ګڼو اسلامي هېوادونو کې سخت غبرګونونه وښودل شول او لاریونونه وشول.

د سپينې ماڼۍ ویاند رابرټ ګېبس د تېرې سه شنبې پرورځ وویل "دا کار زموږ ځواکونه له ګواښ سره مخامخوي، دې ته هر راز فعالیت زموږ ځواکونه او زموږ اداره له ستونزو سره مخامخ کوي."

همدا راز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم د قرآن سوځولو په تړاو ویلي چې "دا کار له امریکايي ارزښتونو سره مخالفت دی."

فیليپ کراولي ويلي:"باور کوو چې د قرآن سوځونې دا ډول کار زموږ له ارزښتونو سره مخالفت دی، همدا راز دا یو له توپير پالنې ډک کار دی."

نوموړی وايي، ديني ازادي او د وینا ازادي "د امریکايي ټولنې له اساساتو څخه دی"، او د کلیسا دا ډول کار "د امریکا پرخلاف دی."

د امریکا پلازمېنه واشنګټن کې يو شمېر مسلمان، مسيحي او یهودي دیني مشران راغونډ شوي ول، چې په دې وروستیو کې د اسلام او مسلمانانو پرضد کړنې وڅېړي.

ګډونوالو ټينګار کاوه، چې پر اسلام هر راز تېری او سپکاوی پر نورو دینونو د تېري په مانا دی.

د کلیسا دا نوی غبرګون وروسته له هغه په ډاګه وشو، چې په افغانستان کې د نړیوال او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس ويلي چې دا کار به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پروړاندې ستونزې راوټوکوي.

پيټرېیاس ويلي " د دې کلیسا پادري نه یوازې په کابل، بلکې په ګرده نړۍ کې موږ ته ستونزې راپیدا کوي."

نوموړي دا هم ويلي چې "له دې کار څخه طالبان ګټه اخلي او زموږ پروړاندې جدي ستونزې راټوکوي."

د تېرې دوشنبې پر ورځ هم په کابل کې د کلیسا د دې څرګندونو پروړاندې لاریون وشو.

Image caption فیليپ کراولي ويلي:"باور کوو چې د قرآن سوځونې دا ډول کار زموږ له ارزښتونو سره مخالفت دی، همدا راز دا یو له توپير پالنې ډک کار دی."

بل خوا د ناټو سرمنشي اندري فور راسموسن ويلي دغه امریکايي کلیسا لخوا دا ګام د ناټو له ټولو اساساتو سره مخالفت دی.

د کلیسا دريځ

خو د کلیسا پادري تيري جونز اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ويلي "امریکا باید په دې کار نوره بښنه ونه غواړي، او نورو پاچاهانو ته سر ټيټ نه کړي."

کلیسا وايي"پوهېږو چې دا کار ځينو کسانو او مسلمانانو ته سپکاوی دی، خو زه هغه مهال اندېښمن کېږم چې د امریکا بیرغ او یا سپېڅلی کتاب سوځول کېږي."

وړاندې هم په افغانستان کې اسلام ته د سپکاوي په تړاو لاریونونه شوي ول.

په ۲۰۰۶ کال کې هغه مهال چې یوه دنمارکي کارتونیست لخوا حضرت محمد 'صلی الله علیه وسلم' ته یو منسوب کارتون کښل شوی و، چې د نړۍ په ګڼو اسلامي هېوادونو کې یې پرضد لاریونونه وشول.

Image caption کلیسا وايي غواړي "پوهېږو چې دا کار ځينو کسانو او مسلمانانو ته سپکاوی دی، خو زه هغه مهال اندېښمن کېږم چې د امریکا بیرغ او یا سپېڅلی کتاب سوځول کېږي."

د "دوف وورلډ اوټریچ" په نامه دغه امریکايي کلیسا چې شاوخوا ۵۰ غړي لري، هوډ کړی چې د کلیسا په انګړ کې د سپتمبر پر يوولسمه د قرآن یوه یا څو نسخې وسوځوي.

یادې شوې کلیسا پر خپله وېبپاڼه ليکلي له مسلمانانو کرکه نه لري، خو وايي چې "په دې ګام سره د اسلام له اعتقادي او ايدیالوژيکي اصولو سره خپله کرکه په ډاګه کوي."

د ویلو ده چې یادې شوې کلیسا تېر کال هم دې ته ورته يو لړ کمیسونه راویستل، چې پرې لیکل شوي ول "اسلام د شيطان دین دی."

ورته مطالب