په پاکستان کې په څو پېښو کې څه باندې 30 تنه وژل شوي

Image caption په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونو له څو کلونو راهيسې په پاکستان کې د اروپکو دويشتلو لپاره بې پيلوټه الوتکې کاروي.

پاکستاني چارواکي وايي د افغانستان پولې ته نژدې د کورمې په قبايلي سيمه کې د ماين چاودنې لږ ترلږه نهه تنه وژلي دي.

يوه پاکستاني چارواکي ويلي دا له لېرې کنټرولېدونکی ماين و او هدف يې په بس کې سپاره سني مسلمانان ول.

کورمه د شيعه او سني مسلمانانو ترمنځ د فرقه ييزه تاوتريخوالي د يوې سيمې په توګه پېژندل کېږي.

په پاکستان کې د سني او شيعه مسلمانو تر منځ تاوتريخوالی نسبتا اوږده مخنيه لري .

دغلته د يو بل پر غونډو، لاريونونو ، جوماتونو او عبادتځايونو باندې په بيا بيا بريدونه شوي دي . دغلته وروستی هغه يو ځانمرګی بريد و چې د بلوچستان په کويټه ښار کې د شيعه انو پر يوه لاريون وشو.

په دغه بريد کې چې پاکستاني طالبانو يې مسوليت و مانه لږ تر لږه 55 تنه ووژل شول او تر سلو ډېر نور ټپيان شول .

پر همدې مهال پاکستاني چارواکي وايي د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې لږ ترلږه پنځه شکمن اورپکي وژل شوي دي.

دا په تېرو څلورويشتو ساعتونو کې څلورم ورته بريد دی چې په شمال لويديزه قبايلي سيمه کې کېږي.

په بريد کې د شمالي وزيرستان په اصلي ښارګوټي ميرانشاه کې يو پنډغالی په نښه شوی دی.

په تېرو څلورويشتو ساعتونو کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په هوايي بريدونو کې، نژدې 24 تنه وژل شوي دي.