په امريکا کې د قران کريم د سوځولو پروګرام وځنډول شو

Image caption تري جونز وايي چې د قران کريم د سوځولو پروګرام يې ځنډولی دی .

د امريکا په فلوريدا ايالت کې د يوې کوچنۍ کليسا پادري تري جونز چې غوښتل يې د سپټمبر د يوولسمې پر نهمه کليزه قران کريم وسوځوي دغه پروګرام ځنډولی دی .

پادري جونز دغه پرېکړه له هغه وروسته کوي چې په ګينزويل ښار کې يې د فلوريدا له يو بل روحاني مشر امام محمد مصري سره په يوه ګډه خبري ناسته کې ويلي ول چې دغه پروګرام يې بيخي لغوه کړی دی .

ښاغلي جونز د خپلې پرېکړې د بدليدو دليل دا وباله چې د نيويارک داسلامي مرکز امام ورسره هوکړه کړې چې د سپټمبر د بريدونو ځای ته څېرمه به فرهنګي مرکز او جومات نه جوړوي .

خو د نيويارک د مسجد امام فيصل عبدالرووف د پادري خبرې رد کړې او زياته يې کړه چې دديني مسايلو په اړه تبادلې ته حاضر نه دی .

هغه دغه راز وويل چې له ده سره په اړه خبرې هم نه دي شوې .

د نيويارک د امام تر څرګندونو وروسته پادري يو ځل بيا خبريالانو ته خبرې کړې او ويلي يې دي چې امام محمد مصري ده ته درواغ ويلي ول .

ده وويل : (( موږ بايد پر خپل دريځ له سره غور وکړو. ))

د تري جونز له لوري د قران د سوځولو پروګرام په ټوله نړۍ کې غندل شوی دی .

د امريکا ولسمشر بارک اوباما ددغه پروګرام د غندلو تر څنګ خبرداری ورکړی چې دا کار به ډېر نور خلک د القاعده ليکو ته ور زيات کړي.

په افغانستان کې دمېشتو نړيوالو ځواکونو قوماندان ډيويډ پټريس او په دغه هېواد کې دملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي سټېفن دېميستورا هم د قران کريم د سوځول غندلي دي او د بدو پايلو خبرداری يې ورکړی دی .

ولسمشر حامد کرزي هم د اختر په وياړ خپله وينا کې د قران کريم د سوځولو پلان وغانده او زياته يې کړه چې دغه کار به قران کريم ته هېڅ زيان و نه رسوي .

د امريکا دفاع وزير رابرټ ګېټس د پنجشنبې پر ورځ له تري جونز سره اړيکي ونيول او له هغه يې وغوښتل چې له خپله هوډه واوړي.

له بلې خوا له تېرې ورځې راهيسې د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې دقران کريم د سوځولو د پروګرام پر ضد لاريونونه پيل شوي دي.

د جمعې د ورځې پر سهار چې د کوچني اختر لومړۍ ورځ کېږي په ننګرهار، بدخشان، پر وان ، نيمروز او کونړ کې د قران کريم د سوځولو د پروګرام پر ضد لاريونونه وشول.