اوباما: امريکاييان دې د نورو مذهبونو درناى وکړي

ښاغلی اوباما
Image caption ولسمشر اوباما وويل امريکا د څښتن تر ارادې لاندې يو واحد ملت دى، مهمه نده که دغه څښتن په جلا جلا نومونو يادېږي

ولسمشر اوباما پر امريکاييانو غږ وکړ چې نورو مذهبونو ته درناوى وکړي.

دا غوښتنه تر هغه وروسته وشوه چې د قرآن سوځونې د گواښ په ځواب کې د دنيا په بېلابېلو برخو کې اعتراضونه وشول.

ښاغلي اوباما وويل چې د مذهبي سپېڅلو کتابونو سوځول له هغو ارزښتونو سره تضاد لري چې امريکا پرې را جوړه شوې ده.

ښاغلي اوباما د قرآن سوځونې گواښ "د امريکايي عسکرو ژوند ته د خطر پېښولو يوه بڼه" وبلله.

هغه د امريکا پر غبرگو برجونو تر بريد نهه کاله وروسته په دغه هيواد کې ظاهرا" له اسلام سره د دښمنۍ د ډېرېدوځواب وايه.

هغه وويل، په هيواد کې د اقتصادي اندېښنو له شتوالي سره، اندېښنې او نفاق را دبره کېږي. هغه وړاندې وويل، يو څيز چې يې په ولسمشر بوش کې تر نورو ډېر خوښ و، دا و چې ويل يې، امريکا له اسلام سره په جگړه نده.

ولسمشر اوباما وويل امريکا د څښتن تر ارادې لاندې يو واحد ملت دى، مهمه نده که دغه څښتن په جلا جلا نومونو يادېږي:

''موږ داسې مسلمانان هم لرو چې د امريکا پوځي کالي پر غاړه، په افغانستان کې پر جگړه بوخت دي. هغوى زموږ لپاره سرونه په لاس د جگړې ډگر ته ورغلي او موږ ته په کار ده چې د ځان په خاطر او د هغوى په خاطر دا ټکى د لمر په شان روښانه کړو چې هغوى امريکاييان دي. موږ هغوى په "موږ" او "تاسې" نه بېلوو. دا ټول يوازې "موږ" يو."

له ولسمشر نه پوښتنه وشوه چې آيا په خپلو څرگندونو يې پادري ټېري جونز ته چې د قرآن د سوځولو گواښ يې کړى، يو ډول درنښت ورنه وباښه؟ هغه وويل:

''داسې نشي کېداى چې که څوک غواړي چې د خلکو پام ځانته واړوي، نو گواښ دې کوي، چې قرآن سوځوي، خو د وسله ځواک د اعلى سرقوماندان په توگه د دده دنده چې په ډانگ پېيلى يو پيغام ورکړي.''

ورته مطالب