کيسنجر: گاونډيان دې په افغانستان کې ډېر ښکېل شي

هنري کيسنجر
Image caption ښاغلي کيسنجر روښانه نکړه چې سيال سيمه ييز ځواکونه چې مخکې يې د افغانستان حالات د کرارۍ پر ځاى د لا خرابۍ پر خوا بيولي، د افغانستان په ټيکاو کې څه دول ونډه درلودلى شي.

په يوې اوونۍ کې دويم اروپايي کنفرانس تر بهرنيو ځواکونو وروسته د افغانستان پر حالاتو وغږېد. دا غونډه په ژنيو کې جوړه شوې وه چې ورته د امريکا د بهرنيو چارو يو مخکنى وزير هنري کيسنجر وينا وکړه.

دا کنفرانس هم د ستراتېژيکو څېړنو نړيوال انستيتوت يا هماغې برتانوۍ څېړنيزې ادارې رابللي و، چې لا وړمه ورځ يې په لندن کې د حل د يوې لارې په توگه، ددغه هيواد د شمال او جنوب د جلا کولو وړانديز وکړ.

ددغو غونډو لړۍ سبا بيا په لندن کې غزېږي چې ورته رابرت بلاکوېل – هغه امريکايى ډېپلمات وربلل شوى چې د افغانستان د وېش نوې طرحه يې تېره مياشت تر نورو مخکې وړاندې کړې وه.

هنري کيسنجر د ژنيو غونډې ته وويل چې امريکا دې له افغانستان نه د وتلو لپاره سيمه ييز ځواکونه راښکېل کړي او په افغانستان کې دې د هغوى گټې په رسميت وپېژني.

ښاغلي کيسنجر چين، هند، پاکستان، ازبکستان او ايران په نامه ياد کړل چې د افغانستان په آرامۍ کې تر امريکا ډېرې گټې لري. د هغه په وينا يوازې امريکا نه بلکه، د هيوادونو يوه اتحاديه کولى شي چې د افغانستان اوسنى دريځ يا Status Quo تضمين کړي او يې ساتي.

ښاغلي کيسنجر روښانه نکړه چې سيال سيمه ييز ځواکونه چې مخکې يې د افغانستان حالات د کرارۍ پر ځاى د لا خرابۍ پر خوا بيولي، د افغانستان په ټيکاو کې څه دول ونډه درلودلى شي.

خو ويې ويل چې دغه ټول هيوادونه – هر يو د طالبانو له بيا واکمنېدو نه خپلې اندېښنې لري چې پر همدې محور سره همکاري کولى شي.

پر هنري کيسنجر سربېره، د ژنيو غونډې ته چې هر کال د نړۍ د امنيتي حالاتو د ارزونې لپاره جوړېږي، د څه له پاسه سلو هيوادو جگپوړي حکومتي چارواکي، سفيران، ډېپلماتان، پوځي افسران او تگلارې جوړوونکي وربلل شوي وو.

د هغوى په ډله کې يو هم د افغانستان د کورنيو چارو پخوانى وزير علي احمد جلالى و چې غونډې ته يې وينا هم درلوده.

ورته مطالب