جونز: هېڅکله قرآن نه سوځوم

جونز
Image caption جونز د تېرې پنجشنبې پر ورځ وویل، تکل لري چې د سپتمبر پر ۱۱مه پر نیویارک د بریدونو د نهمې کلیزې په یاد کې د قرآن شاوخوا ۲۰۰ نسخې وسوځوي.

د امریکا په فلوريډا ایالت کې هغه سخت دریځه پادري، چې څو ورځې وړاندې یې د سپتمبر پر ۱۱مه د اسلام د سپېڅلي کتاب قرآن کریم د سوځولو تکل کړی و، ویلي چې هېڅکله به دا کار ونه کړي.

پادري تيري جونز د تېرې شنبې پر ورځ وویل "نه نن او نه هم هېڅکله" د مسلمانانو سپېڅلی کتاب قرآن سوځوي.

نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې یوې کوچنۍ متعصبې مسيحي ډلې د سپینې ماڼۍ مخې ته د قرآن کریم څو پاڼې څيرې پيرې کړې او و يلي یې دي چې دا کار یې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ مې په یاد کې کړی دی.

د قرآن سوځونې په تړاو امريکايي پادري تيري جونس "ان بي سي" امريکايي تلويزیون ته ويلي: "هېڅکله نه، هېڅکله به قرآن ونه سوځوم، نه نن او نه هم تر نن وروسته کوم بل وخت."

جونز چې د فلوریډا ایالت په ګينسفيل کې د یوې کوچنۍ کلیسا- چې تر ۵۰ زیات پيروان نه لري- پادري دی، ويلي وو "له اسلام نه دوی ته لوی خطر متوجه دی."

تیري جونز د کوچني اختر پر دویمه ورځ تېره شنبه نيويارک ته وخوځېده، چې د نیویارک جومات له ملا امام فیصل عبدالرؤف سره چې په ګراونډ زیرو کې د جومات د جوړولو مسؤول دی، وګوري.

د نيویارک په ګراونډ زیرو سیمه کې نهه کاله مخکې د نړیوالې سوداګرۍ لوی برجونه ول، چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر پر ۱۱مه الوتکه ورسره وجنګول شوه او ونړېدل.

تیري جونس تېره ورځ وویل چې له ښاغلي فیصل عبدالرؤف سره یې ونه لیدل.

جونز د تېرې پنجشنبې پر ورځ وویل، تکل لري چې د سپتمبر پر ۱۱مه پر نیویارک د بریدونو د نهمې کلیزې په یاد کې د قرآن شاوخوا ۲۰۰ نسخې وسوځوي.

خو د هغه له دې اعلان سره د امریکا په ګډون د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د کلیسا د دې هوډ پروړاندې لاریونونه وشول.

ورته مطالب