ولسمشر اوباما د افغانستان پر حالاتو وغږېده

اوباما او پيټرېیاس
Image caption غوڼدې ته په افغانستان کې تر ټولو جګپوړی امریکايی پوځي ډېوېډ پيټرېیاس هم ورغلی و.

ولسمشر بارک اوباما د افغانستان د جګړې په اړه له خپلو پوځي او ملکي سلاکارانو سره د دوشنبې پر ورځ (د سپتمبر ۱۳مه) په واشنګټن کې دوه ساعته مياشتنۍ غونډه وکړه.

چارواکو ويلي چې د جګړې عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پيټريېاس اوباما د جنګ د ډګر پر تازه حالاتو خبر کړ.

هغه وويل چې د نورو لښکرو چې اوباما يې تېر ژمی اعلان کړی و، د تېري ميلادي مياشتي ترپای پوري ټول ۳۰ زره عسکر افغانستان ته رسېدلي دي.

ښاغلي پيټرېياس وويل چې نوي راغلو عسکرو په افغانستان کې د طالب مشرانو د وژلو، د دوی د مقاومت د غښتلو مورچلونو د ويجاړولو او د کرزي د حکومت د امنيتي ځواکونو روزلو ته ملا تړلې ده.

نوموړي همداراز ويلي چې نوي ځواکونه د کرزي د حکومت د ځايي تګلارو په پلی کولو کې هم مرسته ورسره کوي.

غونډې ته په کابل کې د امريکا سفير کارل ايکن بيري د افغانستان د سياسي او سم حکومت والۍ د خوځښتونو مالومات ورکړل.

د راتلونکي ولسي جرګې د ټاکنو په اړه يې کارونه او ننګونې ورته روښانه کړې.

وايي چې د افغانستان د جګړې په اړه د امريکايي واکمنو دغه مياشتنۍ غونډې د اوباما تګلاره رانغښتې وه چې وايي د ډيورڼد کرښې په دواړو خواوو کې د القاعدې د ډلي د پرمختګ مخه نيول او ماتول دي.

همدارنګه وايي چې په غونډه کې د اسلام اباد، کابل اود ناټو د جنګي ملګرو په ملګرتيا کې هم بحث وشو.

Image caption ډېوېډ پيټرېیاس وويل چې د نورو لښکرو چې اوباما يې تېر ژمی اعلان کړی و، د تېري ميلادي مياشتي ترپای پوري ټول ۳۰ زره عسکر افغانستان ته رسېدلي دي.

چارواکي وايي چې د سپينې ماڼۍ واکمن د افغانستان د جګړې د ګټلو او بايللو ارزونه د روان ميلادي کال د دسمبر په مياشت کې ترسره کوي.

دغه جنګ نه يوازې په امريکايانو کې سم زړه ټکولی، له ولسمشر اوباما د ملاتړ کچه یې په سلو کې تر ۶۰ زیاته کړې ده.

تردې چې تېره مياشت د سپينې ماڼۍ امنيتي سلاکار جېمز جونز د ويتنام له جګړې سره د افغانستان د جګړې پرتله په خپله ومنله.

په غونډه کې د پاکستان حالات هم وڅېړل شول.

د ويلو وړده چې په اسلام اباد کې د امريکا سفير پېټرسن هم په دغه غونډه کې د پاکستان د تازه سېلابونو له لاسه د راټوکېدلو ستونزو او په مرسته کې يې د امريکا د حکومت د ښکېلتيا په باب راپور وړاندې کړ.

ورته مطالب