چرسو برتانوى سندرغاړى تر زندانه ورساوه

جورج مایکل
Image caption هغه به د دوه مياشتني بند نيمايي په زندان کې تېروي او پاتې به يې بهر په څارنه کې وي. قاضي دده د محکومولو پر مهال وويل چې سابقه يې د اندېښنې وړ د.

د لندن يوې محکمې سندرغاړي جورج مايکل ته پر دې د اتو اوونيو بند سزا ورکړې چې په نشه کې يې موټر چلاوه.

سندرغاړي ومنله چې د چرسو په نشه کې يې دوه مياشتې دمخه خپل موټر په لندن کې د يوه پلورنځي له وره سره جنگولى و.

پوليس وايي سندرغاړى جورج مايکل چې کله د عکاسۍ له يوه دوکان سره تر جنگېدو وروسته د خپل موټر د ستيرينگ تر شا ويده وموندل شو، "ځان يې سم نه پېژانده".

هغه به د دوه مياشتني بند نيمايي په زندان کې تېروي او پاتې به يې بهر په څارنه کې وي. قاضي دده د محکومولو پر مهال وويل چې سابقه يې د اندېښنې وړ ده.

Image caption د قاضي د پرېکړې تر اورېدو وروسته جورج مايکل حيران برېښېده او سترگې يې له اوښکو ډکې شوې.

ځکه چې پر ٢٠٠٦ کال ورته د چرسو په درلودو دوه ځله اخطار ورکړشوى و، پر ٢٠٠٧ کال د قوي نشه يي توکو او پر ٢٠٠٨ کال د نسبتا" کمزورو نشه يي توکو په درلودو نور اخطارونه ورکړ شوي چې په نتيجه کې يې دى دوه کاله له موټر چلونې بند شوى و.

قاضي زياته کړه چې دې ټولو اقداماتو بايد سندرغاړى له خوبه را وېښ کړى واى، خو هغه د چرسو له عادت نه ځان ونشو ژغورلى.

د قاضي د پرېکړې تر اورېدو وروسته جورج مايکل حيران برېښېده او سترگې يې له اوښکو ډکې شوې.

سربېره پر دې به دوه زره ډالره جريمه هم ورکوي او پنځه کاله موټر نشي چلولى.