سارا: د خپلو بندي ملګرو د خوشي کولو هڅې به کوم

سارا شورډ
Image caption سارا شورډ ژمنه کړې چې د خپلو دوو بندي ملګرو د خوشي کولو لپاره به هڅې کوي.

هغې امريکايۍ چې د ايرانيانو په زندان کې د يوه کال تر تېرولو وروسته د پيسو په ضمانت راخوشې شوه، ټولو هغو کسانو ته کور ودانى ويلى چې د هغې د خلاصېدو هلې ځلې يې کړې دي.

دا مېرمن چې سارا شورډ نومېږي، تېرکال له دوو نورو امريکاييانو سره په عراق کې د گرځېدو پر مهال د ايران پر پوله تر اوښتو وروسته ونيول شوه او د جاسوسۍ تور پرې ولگېد.

هغه بې له ځنډه له ايران نه وتلې ده.

پر همدې مهال د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون د دغې امریکايي مېرمنې خوشي کول یو نېک ګام بللی دی:

''زه تر څه باندې یو کال بند وروسته له ایراني زندان څخه د اغلې سارا شورډ د خوشي کېدو هرکلی کوم، زه په دې تړاو د ایران د حکومت نرمي ستایم او له دې سره هممهاله د ملګرو ملتونو د سرمنشي په توګه هیله لرم چې ایران د مهربانۍ له مخې دوه نور امریکایان هم خوشي کړي.''

سارا شورډ چې تر خوشي کېدا وروسته عمان ته وړل شوې، ویلي چې د خپلو دوو نورو امریکايي ملګرو د خوشي کېدو لپاره به هلې ځلې کوي.

نوموړې له ایران څخه غوښتي چې د هغې دوه بندي ملګري فیانس شان بایر او جوش فتال هم راخوشي کړيږ

Image caption سارا شورډ له ایران نه تر خوشي کېدا وروسته عمان ته یووړل شوه.

درېواړه تېر کال د ایران-عراق پر ګډه پوله په کردستان کې امریکا ته د جاسوسۍ په تور ونیول شول.

دواړه امریکایان د محاکمې په انتظار دی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما له ایران نه غوښتي چې دواړه امریکایان خوشي کړي.

نوموړي ويلي چې دواړه بې ګناه دي، او د جاسوسۍ پرې لګول شوي تورونه بابیزه خبرې دي.

ورته مطالب