پاپ: په ورځني ژوندانه کې اخلاق 'ډېر مهم' دي

Image caption برتانیا له تر رسېدو وړاندې پاپ بېنېډېکټ ویي وو چې "کاتوليکي کلیسا له ماشومانو سره د ناوړه جنسي اړیکو له امله سخته بدنامه شوې او د عیسوي ملایانو پر لمن یې یو تور خال پرېښی دی."

د مسيحي کاتوليکانو مشر پاپ بېنېډېکټ برتانيا ته د خپل سفر په دوهمه ورځ د دغه هېواد پارلمان ته په يوه تاريخي وينا کې وويل د مدنيت د ګټې لپاره د ايمان او سيکولر يا بې مذهبۍ دواړو نړيو منطقي والی يو بل ته اړتيا لري.

ده وويل هغوی چې د دين غږ د چوپتيا غوښتنه کوي په دې کې پاتې راغلي چې د خلکو په ژوند کې د دين پر قانوني رول پوه شي.

په همدې وخت کې په لندن کې د ترهګرۍ ضد پوليسو پاپ ته د زيان رسولو ممکنې توطيې سره په تړاو شپږم کس هم نيولی دی.

دغه نيونه څو ساعته وروسته له هغه کېږي چې پوليسو د سړک پاکونې پنځه تنه نيولي وو، چې ځينې يې الجزايريان وو.

دوی له يو ټليفوني خبرداري وروسته نيول شوي چې دوی کېدی شي باپ ته ګواښ جوړ کړي.

پوليسو ويلي دغه نيونې احتياطي تدبيرونه وو، او دوی تر اوسه د دغه ګواښ د پخلي لپاره څه نه دي موندلي.

"اخلاقي بنسټ"

پاپ همداراز په ورځني ژوندانه کې د اخلاقو پر اهمیت خبرې وکړې، او وویل: "په ورځني ژوندانه کې د اخلاقي اساس د نشتوالي د نړۍ د مالي بحران په رامنځ ته کېدا کې ونډه لرلې ده، چې په نړۍ کې میلیونونه کسان ترې اغېزمن شول."

پاپ وړاندې د کانتبربري له لوی پادري ډاکټر روان ولیامز سره کتلي ول.

ماتې

برتانیا له تر رسېدو وړاندې پاپ بېنېډېکټ ویي وو چې "کاتوليکي کلیسا له ماشومانو سره د ناوړه جنسي اړیکو له امله سخته بدنامه شوې او د عیسوي ملایانو پر لمن یې یو تور داغ پرېښی دی."

نوموړي زیاته کړه: "غواړم زیانمنو کسانو ته خپله مادي، نفسي او روحي همکاري اعلان کړم، په تېره بیا له هغو ماشومانو سره، چې د عیسوي ملایانو لخوا ځورول شوي دي."

ورته مطالب