'د امریکا پوځي بودیجه د ګردو هېوادونو تر بوديجې زیاته ده'

محمود احمدي نژاد چ
Image caption محمود احمدي نژاد چې د تېرې یکشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته ورسېده.

د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد د امريکا د بهرنيو چارو پر وزيرې هېلري کلنټن باندې له دې امله نيوکې کړې چې په ايرانۍ ټولنه کې يې د پوځ پر رول خبرې کړې وې.

ښاغلي احمدي نژاد وويل دا د خندا وړ خبره ده، يو داسې هېواد چې پوځي بوديجه يې د ټولو هېوادونو د بوديجو تر يو ځايي کچې لوړه وي، پر ايران تور لګوي چې ګنې يو پوځي دولت دی.

مېرمن کلېنټن د ايران د زياتېدونکي پوځي ځواک په اړه خبرداری ورکړی و، او هغه څوک چې نوموړې مسوليت لرونکي ملکي او مذهبي مشران بللي ، هڅولي ول چې د چارو واک په لاس کې واخلي.

ښاغلي احمدي نژاد له اي بي سي تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ويلي: "باور کوم چې دا آغلې (هيلري کلنټن) ډېره محترمه ده، خو غوره به دا وي چې له باوري سرچینو څخه مالومات ترلاسه کړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن له اي بي سي خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي وو چې "په ایران کې ديني او مدني چارواکي هڅې کوي چې د دغه هېواد د دولت پر چارو خپل واک زیات کړي."

نوموړې له دې اړخه اندېښنه ښوولې وه، چې ګني د ایران انقلابيان او ځانګړي ځواکونه غواړي د هر څه واک ترلاسه کړي، چې له دې سره د خلکو اندېښنې راټوکېدلې دي.

هیلري کلنټن دا هم ویلي چې په ایران کې د ولسمشرۍ تېرې ټاکنې له درغلیو ډکې وې، همدا ده چې په وینا یې کاندیدانو په پوځ کې د خپل نفوس د زیاتولو هڅې پيل کړې.

Image caption مېرمن کلېنټن د ايران د زياتېدونکي پوځي ځواک په اړه خبرداری ورکړی و، او هغه څوک چې نوموړې مسوليت لرونکي ملکي او مذهبي مشران بللي ، هڅولي ول چې د چارو واک په لاس کې واخلي.

کلنټن هیلمندي ښوولې چې په وینا یې "ایرانیان له دې ستونزې د وتلو لپاره راپاڅي او پر خپل سیاسي نظام واک پيدا کړي."

نیول شوي

بل خوا رپوټونه وايي چې د ایران ولسمشر پر امریکا غږ کړی، هغه اته نیول شوي ایرانیان خوشي کړي، چې په ناقانونه توګه یې نیولي دي.

نوموړي ويلي چې ایران هغه ایرانۍ ښځه، چې د جاسوسۍ په تور یې نیولې وه، خوشې کړې ده، باید امریکا هم دا کار وکړي.

محمود احمدي نژاد چې د تېرې یکشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته ورسېده.

ورته مطالب