وزیرستان: د څارګرو الوتکو برید پنځه بهرني اورپکي وژلي

څارګره الوتکه
Image caption په تېرو څو اوونيو کې په شمالي وزيرستان کې يو ځل بيا د امريکا بې پيلوټه الوتکو بريدونه زيات شوي دي.

له ډېورنډ سره څېرمه د شمالي وزيرستان قبايلي سيمه کې د امريکا بې پيلوټه الوتکې بريد کړی، چې د راپورونو له مخې په کې ۵ بهرني جنګيالي وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

يو ځايي چارواکي ويلي، د يکشنبې ماښام مهال د شمالي وزيرستان په دته خېل سيمه کې له ډېورنډ کرښې سره نژدې امريکايي بې پيلوټه الوتکې يو ځای او يو موټر په نښه کړي او بريد يې پرې کړی دی.

پاکستاني چارواکو ویلي برید د افغانستان پولې ته څېرمه د شمالي وزیرستان د دته خېلو ولسوالۍ په پایو خېلو سیمه کې شوی دی.

چارواکو ويلي په برید کې یو کور او یو ګاډی په نښه شوی دی.

حکومتي سرچینو ویلي، جاسوسي الوتکو پر یاده شوې سیمه درې توغندي توغولي دي.

په برید کې یو کور او یو ګاډی په بشپړه ویجاړ شوي دي.

ځايي حکومتي چارواکو بي بي سي ته وویل، د برید پرمهال درې څارګرې الوتکې په هوا کې چورلېدې.

د ځايي چارواکو په وینا، د وژل شوو مړي د ځايي طالبانو لخوا د برید له ځایه وړل شوي دي.

په تېرو څو اوونيو کې په شمالي وزيرستان کې يو ځل بيا د امريکا بې پيلوټه الوتکو بريدونه زيات شوي دي.

تېره چارشنبه د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په دوو بريدونو ۱۶ کې تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي وو.

له دې يوه ورځ مخکې په سه شنبه هم په يو بريد کې ۸ بهرني اورپکي وژل شوي وو.

شمالي وزيرستان چې له ډېورنډ بلې غاړې خوست سره څېرمه دی، د جلال الدين حقاني ډلې د فعاليتونو سيمه بلل کېږي.

د دغې ډلې پر پټنځايونو هم د امريکايي بې پيلوټه الوتکو بريدونه کېږي، چې د زيانونو اوښتنې راپورنه هم ورکړل شوي دي.

ورته مطالب