تاجکستان: تندلارو ۲۳ تاجک سرتېري وژلي

تاجک سرتېري
Image caption څو ورځې وړاندې تاجک چارواکو د امو سېند په یوه ټاپو کې له هغو وسله والو سره ۲۴ ساعته جګړه کړې وه، چې تاجکستان ته یې د ننوتو هڅه کوله او ادعا شوې وه، چې تر ۲۰ پورې اورپکي په دغه نښته کې وژل شوي ول.

په تاجکستان کې د دفاع وزارت چارواکي وايي د دغه هېواد په ختيځ کې لږترلږه ۲۳ سرتېري وژل شوي دي.

د دغه هېواد د دفاع وزارت يو وياند د دغه بريد پړه پر اسلامي اورپکو اچولې ده.

راپورونه وايي وژل شوي سرتېري په رشت سيمه کې د سړک د پاټکونو د ساتندويانو ځای نيولو ته ور روان ول.

پر سړک باندې له هغه وروسته پاټکونه جوړ شول چې تېره مياشت له افغانستان سره پر پوله له يو زندان څخه لږترلږه ۲۵ اورپکي وتښتېدل.

په تاجکستان کې چارواکي د دغه تازه برید د پړې ګوته د ملا عبدالله او علي بیدک په مشرۍ یاغي ډلو ته کوي.

دغه دواړه کسان په تاجکستان کې د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۷ کلونو ترمنځ د کورنۍ جګړې پرمهال د حکومت د مخالفو ډلو قومندانان وو.

چارواکي وايي دغه سرتېري په هغو تښتېدلو بندیانو پسې ګرځېدل، چې تېره میاشت د تاجکستان د ملي امنیت له بنده وتښتېدل.

د بي بي سي د فارسي څانګې خبریال احسان زروان وايي دې وروستي برید د کورني امنیت له اړخه لا پسې ډېرې کړې دي:

Image caption څو ورځې وړاندې د امو سېند په يوه ټاپو کې وسله والو او تاجک سرتېر سخته نښته کړې وه.

''د امنیت او ثبات مساله په تاجکستان کې د خلکو او حکومت دواړو لپاره یوه ډېره حساسه مساله ده، دا ځکه چې یو خو تاجکستان د کورنۍ جګړې ډېره ترخه تجربه تېره کړې، او بل دا چې په افغانستان کې د طالبانو شته والی او فعالیت ډېر شوی دی.''

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې هم په تاجکستان کې د پولیسو پر یوه مرکز برید شوی و، چې په پایله کې یې د مرګ ژوبلې رپوټونه ورکړل شوي وو.

دا راز څو ورځې وړاندې تاجک چارواکو د امو سېند په یوه ټاپو کې له هغو وسله والو سره ۲۴ ساعته جګړه کړې وه، چې تاجکستان ته یې د ننوتو هڅه کوله او ادعا شوې وه، چې تر ۲۰ پورې اورپکي په دغه نښته کې وژل شوي ول.

خبریالان وايي د منځنۍ اسیا په دغه هېواد کې د تندلارو خوځښتونه او فعالیتونه یو ځل بیا په ډېرېدا دي.

ورته مطالب