ایرانۍ "له خدای سره د دښمنۍ" په تور زنداني کېږي

شیوا نظر اهاري
Image caption شیوا نظر اهاري پرې لګول شوي ټول تورنه رد کړي دي، او وايي چې په 'مجاهدین خلق' ډله کې هېڅ غړیتوب نه لري.

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې په تهران کې د بشري حقونو یوه ایرانۍ فعاله او خبریاله شیوا نظر اهاري "له خدای سره د دښمنۍ په تور" محکومه شوې، چې غالباً سزا به یې اعدام وي.

په تهران کې د بشري حقونو د خبریالانو د ټولنې بنسټ اېښودونکې به دې تړاو هم تورنه شوې، چې ګني د اوسني واکمن نظام پر ضد یې دسیسه جوړه کړې وه او خلک یې جرمونو ته هڅولي دي.

پر نوموړې پر شپږ کاله بند سربېره د ۴۰۰ ډالرو د جریمې ورکولو حکم شوی.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د هغې د مدافع وکیل محمد شریف له خولې ليکي، چې د موکلې په اړه یې د دې پرېکړې په اورېدو ټکان خوړی دی.

نوموړی زیاتوي: "پر هغې لګول شوي تورونه هېڅ قانوني درستوالی نه لري."

دغه مدافع وکیل زیاتوي، هڅه کوي چې د خپلې موکلې په ګټه د استیناف محکمې ته دفاعي دلالیل وړاندې کړي.

ایراني چاروکو پر آغلې اهاري دا تور هم پورې کړی، چې ګني د "مجاهدین خلق" ډلې غړیتوب لري.

شیوا نظر اهاري پرې لګول شوي ټول تورنه رد کړي دي، او وايي چې په دې ډله کې هېڅ غړیتوب نه لري.

آغلې اهاري تېره اوونۍ له ۵۰۰ زره ډالره ضمانت ورکولو وروسته خوشې کړای شوه.

د بشري حقونو ټولنې وايي آغلې اهاري له دې امله نیول شوې، چې ګنې د ایران د ۲۰۰۹ کال په جولای میاشت کې یې د ولسمشريزو ټاکنو د لانجمنو پایلو پرضد په لاریونونو کې ګډون کړی و.

ورته مطالب