ایا رښتيا انور سادات جمال ناصر ته په قهوه کې زهر ورکړي وو؟

جمال ناصر
Image caption جمال ناصر د اردني ځواکونو او فلسطيني جنګیالیو د نښتې د غوڅولو په تړاو د قاهرې په وروستۍ ناسته کې

په مصر کې یوې قضايي سرچینې ویلی د پخواني ولسمشر انور سادات یوې لور رقیې د لیکوال محمد حسنین هیکل پرضد دعوا کړې ده.

رقیې پر ښاغلي هیکل تور لګوی چې د دې د پلار نوم یې بد کړی.

نوموړې په دې عریضه کې د انور سادات او د هغو پېښو او پلټنو په اړه یې غوښتنه کړې، چې ښاغلي هیکل په يوه تلوېزیوني پروګرام کې پر ولسمشر سادات یې تور لګولی چې جمال ناصر ته یې زهر ورکړي وو.

لیکوال حسنین هیکل ولسمشر جمال ناصر ته د هغه د واکمنۍ پرمهال ډېر نژدې سړی و.

ښاغلي هیکل له الجزیرې تلوېزیون سره په دې وروستیو کې په خبرو کې ويلي جمال عبدالناصر د هغې قهوې تر څښلو درې ورځې وروسته مړ شو، چې ښاغلي سادات ورته چمتو کړې وه.

نوموړې دې خبرو ته اشاره کړې، چې ګني د انور سادات لخوا جمال ناصر ته د قهوې په پياله کې زهر اچولي وو.

د سادات لور رقیې د مصر لوی څارنوال ته عریضه کړې او ټينګار یې کړی، چې د سادات قهوه نه خوښېده او نه یې د جوړولو په چل پوهېده.

د جمال ناصر زوی عبدالحکیم بیا یوې مصرۍ ورځپاڼې ته ویلي چې د زهرو د دې پيالې خبره نه شي تاییدولی او نه یې ردولی شي.

Image caption ولسمشر انور سادات بیا د ۱۹۸۰ کال د اکتوبر پر شپږمه په یوه برید کې ووژل شو.

نوموړي ويلي چې دا کیسه یې له خپلې خور څخه اورېدلې ده:

"په دې اړه هېڅ تصمیم نشم نیولی، او هر راز امکانات او اختیارات شته، خو هېڅوک هم د هغه د مرګ په تور نه شو ملامتولی. او نه په دې اړه پرېکنده دلیل لرو."

جمال عبدالناصر د ۱۹۷۰ کال د سپتمبر پر ۲۸مه په خپل دفتر کې ومړ، چې هغه مهال د هغه د مړینې لامل د زړه درېدل ښودل شوي وو.

خو ولسمشر انور سادات بیا د ۱۹۸۰ کال د اکتوبر پر شپږمه په یوه برید کې ووژل شو.

رقیه او هدی

د جمال عبدالناصر تر مړینې وروسته په ځينو خپرنیو کې د هغه د مرګ یا وژل کېدو په اړه بېلابېلې ګنګوسې خپرې شوې، چې تر ټولو مشهوره یې مصري نامتو لیکوال او ډاکټر مصطفی محمود ولیکله.

د هغه لیکل شوی پروګرام د مصر په تلوېزیون کې تر اوولسو کلونو پوې د یوې لړۍ په توګه د علم او ایمان په نامه پروګرام کې خپرېده.

مصطفی محمود د خاطراتو په خپل کتاب کې دا احتمال هم راخیستی، چې چني جمال عبدالناصر د زړه د حملې له امله مړ شوی، چې لامل یې د زهرو خوړل وو.

خو د دا ډول وژنې په تور پنځه کاله مخکې د انور سادات نوم په مصرۍ اوونیزه رادیو او تلوېزیون (الاذاعة و التلفزیون) کې د مرکې پرمهال د جمال عبدالناصر د لور هدی لخوا واخیستل شو.

هدی دغې اوونیزې ته ویلي وو چې: "سادات مې پلار وژلی".

خو د انور سادات لور رقیې بیا د رادیو تلوېزیون اوونیزې پروړاندې څارنوالۍ ته عریضه وکړه، چې له دې اوونیزې پوښتنې ګروېږنې وکړي.

بیا دوه کاله مخکې هدی عبدالناصر له مصرۍ اوونیزې (خمیس) پنچشنې، سره په مرکه کې ویلي انور سادات یې پکې امریکا ته د جاسوسۍ او مزدورۍ تورن کړی و، چې په وینا یې همدغه انور سادات یې پلار وژلی دی.

حسنین هیکل

د جمال ناصر لور هدی عبدالناصر بیا د ۲۰۱۰ سپتمبر پر لومړۍ، د نیل تلویزیون په (دوام الحال) پروګرام کې یو ځل بیا انور سادات د خپل پلار په وژنې تور کړ.

هدی دا ځل یې د خپل پلار د وژنې په تړاو د لیکوال محمد حسنین هیکل، چې د عربي نړۍ د لیکوالو مشهوره څېره بلل کېږي، د خبرو دلیل هم درلود.

Image caption حسنین هیکل د جمال ناصر د واکمنۍ پرمهال د هغه له نژدې ملګرو څخه و.

محمد حسنین هیکل د تېرې پنجشنبې پر ورځ د الجزیرې تلوزېیون له (تجربة حیاة) پروګرام سره په خبرو کې ویلي وو:"جمال عبدالناصر تر مړینې وروسته د قاهرې د نیل هیلتن په هوټل کې له یاسر عرفات سره له اردني ځواکونو سره د فلسطيني فدایانو د نښتې پر سر خبرې کولې، او عبدالناصر یاسر عرفات سره ډېرو جدي خبرو ته ورسېد، کله چې انور سادات د عبدالناصر دا حالت ولید، ورته وویل چې زه به یوه پیاله قهوه درته جوړه کړم، هغه ولاړ او له پخلنځي نه یې د جمال ناصر د ځانګړي اشپز محمد داود په همکارۍ یوه پياله قهوه راوړه، او جمال ناصر دا قهوه وڅښله. "

اوس چې د جمال ناصر له مرګه ۴۰ کاله تېرېږي، دا لومړی ځل دی چې د محمد حسنین هیکل له خولې دا ډول کیسه کېږي.

ښاغلي هیکل په خپلو خبرو کې ویلي، دا مهال هېڅوک نه شي کولی ثابته کړي، چې انور سادات جمال ناصر ته په قهوه کې زهر اچولي وو او د قاهرې د نیل هیلټن په هوټل کې دا ډول هېڅ زهر ونه موندل شول.