اوباما: د منځني ختيځ د سولې د هڅو ملاتړ بايد وشي

Image caption د ملګرو ملتونو په غونډه کې د ولسمشر احمدنژاد د وينا پر مهال د ډېرو هېوادونو استازي د اعتراض په توګه له غونډې ووتل

د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې د ايران د ولسمشر محمود احمدي نژاد د خبرو پر مهال د شاوخوا دېرشو هېوادونو استازي د اعتراض په توګه له غونډې ووتل.

د دوی اعتراض پر دې وو چې ښاغلي احمدي نژاد په امريکا کې د سپټمبر د يولسمې د پېښې په اړه وويل ښايي پخپله امريکا په دې پېښه کې لاس ولري.

هغه زياته کړه امريکا کېدای شي دغه بريدونه په منځني ختيځ کې د خپلو ګټو د ترلاسه کولو او پر اسرايلو د دفاع په موخه کړي وي.امريکا دغه څرګندونې ناوړه او له کرکې ډکې بللې دي.

بل لوري ته ولسمشر بارک اوباما د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې له ګډون والو وغوښتل چې بد ګمانۍ او بدبينۍ يوې خوا پرېږدي او د منځني ختيځ د سولې د بيا پيل شويو خبرو ملاتړ وکړي.

ښاغلي اوباما وويل اړوندې خواووې بايد د تاريخ غوښتنې ته ځواب ووايي او نور هېوادونه دې ملاتړ وکړي.

د امريکا ولسمشر له اسرايلو وغوښتل چې د يهودانو د کورونو جوړول دې لا هم وځنډوي.

هغه وويل دا ځل بايد خبرې تر وروستي پړاوه پر مخ ولاړې شي: (( موږ بايد دا ځل د زغم زده کړې ته مخه کړو، چې د دريو لويو دينونو په زړه کې ځای لري او بيت المقدس د يوه سپېڅلي ځای په توګه پېژني.

موږ بايد دا ځل هغه څه ته چې ښه يې پېژنو مخه کړو ، کله چې موږ دا کار ترسره کړو نو راتلونکی کال چې موږ بيا دلته راټولېږو يوې داسې موافقې ته به ورسېږو چې په ملګرو ملتونو کې به يو نوی غړی ولرو.

د فلسطين يو خپلواک او د ملي حاکميت لرونکی هېواد چې له اسرايلو سره په سوله کې ژوند وکړي.))

ټاکل شوې نن ناوخته د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کې مون او د امريکا ولسمشر بارک اوباما په هغه ځانګړي کنفرانس کې ګډون وکړي چې د افريقا د تر ټولو لوی هېواد په اړه جوړيږي .

د ښاغلي بان وياند ويلي د غونډې اصلي موخه له نړيوالو معيارونو سره سم د سويلي سوډان د جلا کېدو په اړه د ټول پوښتنې د ترسره کولو په برخه کې د شمالي او سويلي سوډان د هوکړې ډاډ ښودل دي .

ټاکل شوې دا ټول پوښتنه په جنوري کې وشي .