باراک: د مېشت ځایونو په تړاو د معاملې '50-50' امکان شته

مېشت ځایونه

په داسې حال کې چی لویدیځه څنډه کې د یهودي اباد ځایونو پر بندیز لګیدلې موده څوساعته وروسته پای ته رسیږی، د اسراییلو او فلسطین مشرانو څرګنده کړې چې ښایي له هغې کړکیچ نه د وتلو لاره وي چې د منځني ختیځ د سولې خبرو ته ګواښ پیښوي.

د اسراییلو د دفاع وزیر اېهود بارک له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي چې ۵۰ په سلو کې د تړون امکان شته او که مفاهمه وشي نو په خبره یې د سولې تړون د یوه کال په ترڅ کې شونی دی.

عربي ژبي 'الحیات' ورځپاڼې د فلسطین له ولسمشر محمود عباس له خولې لیکلي چې که اسرایل د بندیز موده وغځوي، نو فلسطينیان به ښایي په بیړنۍ توګه د سولې له خبرو ونه وځي.

د اسرایلو د دفاع وزیر ایهود بارک له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل: هیڅوک هم باید دا فرصت له لاسه ورنه کړي:

''زه هیله من یم چې دا بهیر له خنډ سره مخامخ نشي، خو له ستاسو سره ژمنه نشم کولی. زما خبرداری، موږ ټولو ته دی چې ان که د راتلونکو څلریشتو ساعتونو په د ننه کې د حل یوه لاره هم نه موندل کېږي، موږ باید کافي مسؤول ووسو او اجازه ورنه کړو چې هر څه له خپل مسیر نه ووځي.''

بل خوا د بشري حقونو د څار سازمان د یکشنبې پر ورځ پر اسراییلو غږ وکړ، چې په لوېديځه تراډه کې د مېشت ځایونو 'چارې د تل لپاره ودروي.'

دغه سازمان په خپله یوه ویناپاڼه کې ويلي''اسراییل باید د لوېديځې تراډې په مېشت ځایونو کې خپلې چارې د تل لپاره ودروي.''

د ویلو ده چې په ختيځ قدس او لوېديځه تراډه کې تر ۴۳۰ زره ډېر یهودان په ناقانونه توګه مېشت شوي، چې اسراییل لاهم دې کار ته له سرتمبګۍ کار اخلي.

ورته مطالب