پاپ شنوده: د قرآن په اړه د قبطي ملا پر څرګندونو بښنه غواړم

پاپ شنوده
Image caption د پاپ شنوده دا څرګندونې داسې مهال خپرې شوې، چې یوه ورځ مخکې د مصر شیخ احمد الطيب د عیسوي ملا څرګندونې سختې وغندلې.

د اسکندریې درېیم "پاپ شنوده" د هغه قبطي ملا پر څرګندونو خواشيني ښوولې، چې ويلي يې وو "د اسلام د پيغمبر تر مړینې وروسته په قرآن کې ځينې ایاتونه ور زیات شوي."

"پاپ شنوده" د مصر له حکومتي تلوېزیون سره په مرکه کې ويلي، "زه سخت خواشینی یم، چې د مسلمانو وروڼو احساساتو ته مو ټکان ورکړ".

نوموړي ويلي چې"که په هره طریقه وي، د مسلمانانو د بېرته راضي کولو هڅې به کوي."

دی وايي د دا ډول موضوع ګانو راپورته کول او یا یې په اړه څرګندونې کول، "نامناسب" کار دی، چې په وینا یې "د دین په اړه په خبرو کې باید په ځيرکتیا سره له احتیاطه کار واخیستل شي."

پاپ شنوده دا هم ویلي چې "د ديني عقیدو په اړه بحثونه سرې لیکې ته ورته دي"، چې باید سړې ترې وانه وړي.

دی وایي مصر له امن نه ډک هېواد دی، او په منځني ختيځ کې هم امنیت غواړي، دا به نامناسبه وي، چې د مصر د ننه دا ډول نفرت اچوونکو مسالو ته لمن ووهل شي.

نوموړی زياتوي "موږ تل ارامۍ ته اړتیا لرو، چې دغه ارامي په شور او غوغا او هغه اور نه راځي چې له هرې خوا لمن ورته وهل کیږي، خو دا اور د اوبو په وسیله مړ کېدای شي، نه د ګډوډۍ له لارې، د مینې امنیت، تفاهم او ارامۍ له لارې دا کار کېدای شي."

نوموړي د هغه مسيحي پادري څرګندونو ته چې ویلي یې وو" مسلمانان په مصر کې د مسیحیانو مېلمانه دي" په غبرګون کې ويلي، "ځمکه یوازې د خدای ملکیت کېدای شي، موږ ټول پر ځمکه د مېلمنو په شان ژوند کوو، او دا نه شو ویلی چې مسلمانان د قبطیانو مېلمانه دي، زه چمتو یم چې ووایم، موږ عیسویان د مسلمانو وروڼو مېلمانه یو؛ ځکه چې دوی تر موږ ډېر دي."

د ازهر غندنه

د پاپ شنوده دا څرګندونې داسې مهال خپرې شوې، چې یوه ورځ مخکې د مصر شیخ احمد الطيب د عیسوي ملا څرګندونې سختې وغندلې.

احمد الطیب ویلي دا ډول څرګندونې ملي يووالي ته زیان رسوي.

خو په قدس کې دغه عیسوي ملا "بیشوی" بیا وروسته خپلې خبرې واخیستې او وویل چې له دې خبرو یې مقصد پر اسلام برید کول نه وو.

په ازهر کې د اسلامي څېړنو ټولنې په یوه ویناپاڼه کې ويلي، چې شیخ احمد الطیب "په قرآن کریم کې د زیاتونو د خبر په اورېدو سره ټکان وخوړ".

وینا پاڼه کاږي "موږ دا ډول نامسؤولانه څرګندونې په سختو ټکو غندو، چې د هېواد یووالي ته زیان رسوي، او د مسلمانانو او مسیحیانو ترمنځ کرکې ته لمن وهي."

Image caption "پاپ شنوده" د مصر له حکومتي تلوېزیون سره په مرکه کې ويلي، "زه سخت خواشینی یم، چې د مسلمانو وروڼو احساساتو ته مو ټکان ورکړ".

خو "بیشوی" بیا وايي چې د دغه څرګندونې د رسنیو لخوا په ناسمه توګه راخیستل شوې او اړول شوې دي.

د ویلو ده چې په مصر کې ډېر کله د تاوتریخوالي پېښې او د مسلمانانو او قبطيانو ترمنځ د اخ وډپ کیسې رامنځ ته کېږي.

دا راز وړاندې د حکومت او ارتودوکس کلیسا ترمنځ د دې موضوع پر سر سخت مخالفت رامنځ ته شو، چې "قبطیان دویم واده نه شي کولي."

د مصر په قانون کې د وینا ازادۍ خبره یاده شوې ده، خو د دینونو په اړه نامسؤولانه څرګندونې پکې ځای نه لري.

د مصر له شاوخوا ۸۰ میلیون وګړو څخه یې ل ۶ تر ۱۰ په سلو کې قبطيان جوړوي.

ورته مطالب