هنديانو ته د پېژندنې بايومتريکې شمېرې وېشل کېږي

Image caption د بيومتريک شمېرو د وېش مخالفين وايي پر دغه پروګرام مليادونه ډالره لګښت راځي چې ګټه يې لږ ښکاري.

د هند حکومت داسې يوه طرحه پيل کړې چې ورته په نړۍ کې د څېرې د بيولوژيکي ځانگړتياوو له مخې د پېژند پاڼو يوه پراخه چمتو کېدنه وايي.

پلان دادى چې په څلورو کلونو کې د هېواد ټولو، يو اعشاريه دوه ميلياردو وگړو ته د پېژندنې ځانگړې شمېرې ووېشل شي.

چارواکي هيله من دي چې په دې سره به وړ وگړي د حکومتي خدمتونو د لاسته وروړو جوگه شي او د فساد مخه به ونيول شي. ددې پروگرام پراخيتا خورا بېسارې ده.

چارواکي به د هند د ټولو وگړو شخصي ځانگړنې ، د گوتو نښې او د سترگو کسى گوري او ثبتوي.

وروسته به دا هرڅه د معلوماتو په يوه ستر بانک کې زېرمه کېږي. په بدل کې به يې خلکو ته د دولسو رقمو يوه شمېره ورکول کېږي چې د حکومتي خدمتونو د تر لاسه کولو پر مهال يې وښيي.

د هند سلگونه مليونه بېوزله وگړي پر حکومتي مرستو تکيه دي، خو د مرستې ډېرې پيسې هغوى ته تر رسېدو وړاندې وهل کېږي. د نوې ټکنالوژۍ ماهران باور لري چې کولى شي د هند زړو ستونزو ته د حل نوې لارې ومومي.

خو مخالفين وايي دا پروگرام چې ميلياردونه ډالره لگښت غواړي، ډېر خيالولى دى او گټه به هم ونه لري.